1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبانو د کندوز خان آباد ولسوالي ونيوله»

آژانسونه / ا.و.ا.۱۳۹۵ مرداد ۳۰, شنبه

د کندوز ولايت يو چارواکي ويلي چي د خان آباد ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې ده. طالبانو د زيات وخت راهيسي په کندوز کي جګ فعاليت لري.

https://p.dw.com/p/1Jm5H
(آرشيف انځور)
(آرشيف انځور)انځور: DW/H. Sirat

د افغانستان د شمالي ولايت کندوز يو چارواکي و اسوشيېټډ پرېس خبري آژانس ته ويلي چي وسله والو طالبانو د دغه ولايت په شمال ختيځ کي يوه ولسوالي نيولې ده.

د کندوز ولايت د امنيه قومندانۍ وياند محمد الله بهيج د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د اګست ۲۰مه نېټه) وويل چي وسله والو ياغيانو له بيلو اړخونو څخه د خان آباد پر ولسوالي بريدونه پېل کړل. دغه وياند وويل چي طالبانو د ولسوالي پر مرکز حملې وکړې.

د محمد الله بهيج په وينا افغان امنيتي ځواکونه پلان لري چي د دغې ولسوالۍ د بېرته نيولو له پاره عمليات تر سره کړي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دې خبري پخلی کړی دی چي وسله والو يې د خان آباد ټوله ولسوالي تر خپل کنټرول لاندي راوستلې ده. د مجاهد په وينا هغوی د دغي ولسوالۍ د نيولو سره يو شمېر وسلې او پوځي نقليه وسيلې هم په لاس راوړي دي.

د افغانستان د حکومت وسله والو مخاليفينو طالبانو تېر کال د کندوز ولايت مرکز په بشپړه توګه نيول ؤ، چي وروسته د جوابي عملياتو په ترڅ کي هغوی بېرته له دغه مرکز څخه ايستل سوي ول.

د کندوز ولايت د ولسوالۍ د نيول کېدو خبر په داسي وخت کي ورکول کيږي چي د افغانستان په سويلي ولايت هلمند کي د څو اونيو راهيسي د طالبانو سره سخته جګړه روانه ده.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (29.09.2015):