1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د موسیقي آلاتو سوځول او دوو هنرمندانو سره توهین آمیزه چلن

۱۴۰۰ دی ۲۵, شنبه

پر ټولنیزو رسنیو یوه داسې ويډیو خپره شوې چې ښيي طالبان له دوو محلي هنرمندانو سره توهین آمیزه برخورد کوي او د موسیقي آلې يې سوځوي. يو شمیر افغانانو پر ټولنیزو رسنیو د طالبانو پر دغې کړنې سختې نيوکې کړي دي.

https://p.dw.com/p/45a2l
Afghanistan Musiker
انځور له آرشیف څخهانځور: Bernat Armangue/AP/picture alliance

د آلمان خبري آژانس په حواله، د دغې ويډيو نيټه نه ده معلومه خو داسې ښکاري چې پيښه د پکتيکا ولایت په ځاځي آريوب ولسوالۍ کې رامنځ ته شوي وي.

خبرځای زیاتوي، په ويډيو کې د هنرمندانو شکیدلو جامو ته په کتو داسې ښکاري چې وهل ډبول شوي هم دي. په ويډيو کې دغه راز ښکاري چې طالبانو د هغوی د سر وريښتان هم قیچي کړي دي.
خو د طالبانو د امرباالمعروف وزارت ویاند محد صادق عاکف دویچه ویله آلمان غږ ته په یوه استول شوي غږیز پیغام کې دغه موضوع رد کړې او وايي چې دغه ویډیو حقیقت نه لري.
عاکف زیاتوي: « موږ له دې ویډیو وروسته څو ځله له سیمه ایزو چارواکو سره غږیدلي یو هغوئ یې کاملاً ردوي دا ویډیو د دوه دوه نیم کلنو مخکې ده.»
په دغه ويډیو کې یو کس چې څيره يې نه ښودل کیږي یو درول شوي محلی سندرغاړي ته وايي: «الله مو تباه کړه، الله مو غرق کړه.»

طالب جنګیاليو دغو دوو محلي هنرمندانو ته په عام محضر کې درولي هغوی په داسې حال کې چې د هغوی د موسیقي الاتو ته يې اور اچولې، سختې خبرې کوي او شاوخوا ولاړ خلک يې ننداره کوي،  خاندې او ويډيوګانې يې اخلي.

وتلي افغان ژورنالیست، بلال سروري پر ټويټر ليکلي دي: «طالب جنګیاليو په ټول هیواد کې قانون په خپل لاس کې نیولی دی.»

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستيتوت څخه احمد سرمست ويلي دي: «طالبان د افغانانو د حقونو او کلتوري آزدایو نقضولو ته ادامه ورکوي.»

هغه پر ټويټر ليکلي دي: «دغه ويډيو فرهنګ سره د طالبانو ضديت او د موسیقۍ له آلاتو سره د دغې ډلې توهین آمیزه چلند ښکاره کوي.»

سرمست چې د افغانستان د موسيقي ملی انستيتوت تمويل يې کړی، د طالبانو تر واکمنیدو وروسته د دغه انستيتوت له شاوخوا ۳۰۰ زده کونکو، استادانو او د هغوی د کورنیو له غړو سره بهر ته تللی دی.

آ/م.ک.ص./ا.ا.

له آرشیف څخه:

له غزال عنایت سره ځانګړې مرکه