1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

«طالبانو په بدخشان کې بله ولسوالي نيولې ده»

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۴, جمعه

د بدخشان ولايت پر کوهستان ولسوالۍ جگړې ۲۴ ساعته دوام کړی. چارواکي وايي چي وسله والو طالبانو اوس دغه ولسوالي نيولې ده. ويل کيږي چي پنځه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

https://p.dw.com/p/2xAEW
Afghanistan Landschaft in Badakhshan
انځور: picture-alliance/dpa

د افغان ځانګړو ځواکونو یوه ویاند جاوید سلیم د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې د بدخشان د کوهستان ولسوالۍ د کنترول له پاره ۲۴ ساعته سختې جګړې د پنځو پولیسو سرتیرو ژوند اخیستی اودرې تنه نور یې بیا ټپیان دي.

سلیم وايي چې له بدخشان ولایت څخه سیمه ایز او ملي پولیس د ولسوالۍ له مرکز څخه پر شا شوي او ولسوالۍ ته څیرمه په شاوخوا کلیو کې یې سنګرونه نيولي دي. د ځانګړو ځواکونو ویاند سلیم جاوید همدا راز زیاته کړې چې له ولسوالۍ څخه د شاتګ اصلي لامل د تخنیکي ملاتړ او د بدخشان له مرکز فیض آباد څخه د نورو ځواکونو نه رسیدل دي.

د بدخشان د ولایتي شورا غړي محبوب رحمن تلعت هم د کوهستان د ولسوالۍ د سقوط او د تلفاتو پخلی کوي. بل لوري ته بیا د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د ټویټر له لارې لیکلي چې د دوی جنګیالیو په دې جګړه کې ۱۵ پولیس وژلي او ۱۴ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

د بدخشان ولایت د دې ولسوالۍ سقوط داسې مهال کیږي چې همدا څو اونۍ وړاندې وسله والو طالبانو په ټول افغانستان کې د خپلو پسرلنیو عملیاتو د پیل خبر ورکړی وو. د طالبانو د عملیاتو له پیل راهیسې په ټول افغانستان کې جګړې او بریدونو یو ځل بیا زور اخیستی دی.

په بدخشان ولایت کې وردوج او یمګان ولسوالۍ له کلونو راهیسې د یاغیانو تر ولکې لاندې دي او د کوهستان ولسوالۍ په سقوط سره يې شمېر ۳ ته ورسېد.

دغه پیښه دقیقاً له هغه وروسته پیښیږي چې همدا څو ورځې وړاندې د افغانستان د بیارغونې له پاره د امریکا د څار ادارې یا «سیګار» په خپل یوه تازه رپوټ کې لیکلي وو چې طالبان د افغانستان د ټولو ولسوالیو له جملې څخه ۱۴،۵ سلنه تر خپل کنترول لاندې لري.

په رپوټ کې همدا راز ویل شوي ول چې د شاوخوا ۳۰ ولسوالیو د کنترول سره د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کيږي. په رپوټ کې همدا راز ویل شوي ول چې د افغانستان پر خراب امنیتي وضیعت سربیره، په دې هیواد کې د امنیتي ځواکونو شمیر شاوخوا ۱۱ سلنه کم شوی دی.