1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

طالبانو په بدخشان کې دوې پولیسي وژلې دي

۱۳۹۶ تیر ۷, چهارشنبه

افغان چارواکو ویلي دي چې طالبانو په بدخشان ولایت کې دوې پولیسې په ډزو وژلې دي. دغه ښځې د کوچني اختر په رخصتیو کې خپلو کورنو ته تللې وې.

https://p.dw.com/p/2fYo8
Afghanische Polizistinnen
انځور له ارشیف څخهانځور: A. Karimi/AFP/Getty Images

د بدخشان د ولایتي شورا مشر عبدالله ناجي نظري، ویلي دي چې پیښه د چهارشنبې په ورځ غرمه مهال رامنځ ته شوې ده. د نظري په خبره دغه دوې پوليسي په ترکيه کې د پولیسو له یوه روزنیز پروګرام څخه خپل کور ته په رخصتۍ تللې وې.

د بدخشان د ښځو چارو ادارې مشرې زفنون ناطق، ویلي دي چې دواړي وژل شوې خویندي وې او د ښار د مرکز فیض آباد، د پولیسو په قومانداني کې یې کار کاوه.

دغه ښځې له خپلې مور سره د فیض آباد پر لور روانې وې چې موټر یې د طالبانو له خوا ودرول شو. په پیښه کې د نجونو مور هم وهل شوې ده.

طالبانو په دې اړه لا تر اوسه پوري څه نه دي ویلي. په افغانستان کې اوس مهال ۳۰۰۰ پولیسې فعالې دي چي دا د افغان پولیسو تر دوه سلنه کمه برخه ده. په امنیتي ځواکونو کې د ښځو پولیسو شمیر د ډېرښت په موخه د UNDP دفتر او د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یو پروګرام پيل کړی چې په ترڅ کې به یې نزدي ۱۰۰۰ پولیسې په ترکیه کې وروزل شي.

زموږ له ارشیف څخه: