1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبانو په بدخشان کې یوه میرمن په دار ځړولې ده»

نبيله کريمي الکوزی۱۳۹۴ مرداد ۱۸, یکشنبه

طالبانو د شنبې په ورځ سهار وختي د بدخشان ولایت و وردوج په ولسوالۍ کې د فریدې په نوم یوه ۲۷ کلنه ښځه د جنسي اړیکې په تور په دار زړولې ده. دغه میرمن د درو ماشومانو مور وه.

https://p.dw.com/p/1GCME
انځور: picture-alliance/dpa
پیښه د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ په تیرګران کلي کې چې اوس د طالبانو تر کنترول لاندې ده، « د شنبې په ورځ رامنځ ته شوې ده.» د بدخشان ولایت ویاند نوید فروتن، له دویچه ویله سره په مرکه کې د دې پیښې په اړه وویل: «تیره ورځ [د شنبې په ورځ] د سهار پر پنځو بجو، طالبانو د وردوج ولسوالۍ په تیرګران کلي، طالبانو فریده بنت کریم الله، د نامشروع جنسي اړیکو په تور په عام محضر کې په دار ځړولې ده.»

دغه چارواکي زیاته کړې ده چې د تیرګران کلی اوس د طالبانو تر کنترول لاندې دی: «طالبان په هغو سیمو کې چې د دوی تر کنترول لاندې وي دغه شان اقدامات لکه صحرايي محکمې، ترسره کوي.»

دا په افغانستان کې د ښځو حقونو د ترپښو لاندې کولو وروستۍ پیښه ده. که څخه هم په وروستیو کلونو کې افغان میرمنو د پام وړ پرمختګونه کړي دي خو بیا هم وخت نا وخت دغه شان پیښې رامنځ ته کیږي. ښځې یوازې په لیرو پرتو او د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې له تاوتریخوالي سره مخامخ نه دي، بلکې په لویو ښارونو او آن په پلازمینه کابل کې هم د هغوی پر وړاندې له لوړه کچه تاوتریخوالی موجود دی. د همدې کابل په مارچ میاشت کې د پلازمینه کابل په زړه کې قهرجنو ښاریانو د فرخندې په نوم یوه نجلی د قران شریف د سوځولو په تور لومړی په وهلو ووژله او بیا یې د هغې مړې ته اور ورته کړي. د فرخندې په پیښه کې د نیول شویو کسانو محاکمه اوس هم جریان لري.

په بدخشان کې د طالبانو حضور

د بدخشان ولایت ویاند ټینګار وکړ چې بدخشان ولایت کې هیڅکومه ولسوالي په بشپړه توګه د طالبانو په ولکه کې نه ده خو هغه وویل چې د یو شمیر ولسوالیو کلي د دې ډلې په لاس کې دي. هغه وویل: «د هغوی اصلي پایګاه د جرم ولسوالۍ په خوستک دره کې ده. په نورو ولسوالیو لکه تګاب، یمګان، وردوج، کوفاب او شهدا په ولسوالیو کې هغوی په پراګنده ډول فعالیت لري.»

طالبانو په وروستیو وختونو کې د افغانستان په شمال کې خپل حضور ډیر کړی دی او غواړي د جګړې د تیتولو له لارې پر افغان حکومت باندې فشار ډیر کړي. بدخشان هم یو له هغو ولایتونو څخه دی چې په وروستیو وختونو کې په کې د طالبانو او نورو یاغي ډلو حضور ډیر شوی دی.

فروتن روښانه کړه چې په بدخشان ولایت کې یو شمیر بهرني جنګیالي هم حضور لري چې د طالبانو جنګي پلانونه او هغوی ته چاودیدونکي مواد چمتو کوي: «په تیرو عملیاتو کې لیدل شوي دي چې د طالبانو په پاتې شویو مړو کې بهرنیان هم شامل وو. د دوی ټول جنګي پلانونه همدغه کسان جوړوي.»

فروتن ټینګار کوي چې که په دغه ولایت کې د طالبانو د فعالیتونو مخه و نه نیوله شي، نو په راتلونکې کې به ستونزه تر دې هم لویه او د اندیښې وړ وي.

په افغانستان کې په داسې حال کې جګړه توده شوې ده چې افغان حکومت غواړي له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو له لارې په دې هیواد کې روانې جګړې ته د پای ټکی کیږدي. افغان میرمنې چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یې خپلو لومړنیو حقوقو لکه زده کړې ته لاسرسي نه لرله، ویره لري چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د یوې احتمالي موافقې په صورت کې به یو ځل بیا د هغوی حقوق تر پښو لاندې شي.