1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په هلمند کې د ملي امنیت یو کارکوونکی وژلی

۱۳۹۷ دی ۲۹, شنبه

طالبانو د شنبې په ورځ په هلمند ولایت کې د واده پر مراسمو باندې د برید په پایله کې د افغانستان د ملي امنیت ادارې یو کارکوونکی وژلی دی. طالبانو په وروستيو کې پر دولتي کارکوونکو باندې بریدونو ته زور ورکړي.

https://p.dw.com/p/3BpCV
Kämpfer der Taliban ARCHIVBILD 2008
انځور: picture-alliance/dpa

د ځايي شورا یوه غړي احد سلطانزي، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې پیښه په نادعلي ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده چې په پایله کې یې درې ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي.

سلطانزي زیاته کړې ده چې طالبانو د پولیسو لږ تر لږه شپږ افسران برمته کړي هم دي. د هلمند د والي ویاند عمر ځواک، دغه پیښه تایید کړې ده خو د ملي امنیت د وژل شوي کارکوونکي د هویت له بربنډولو څخه یې ډډه کړې ده.

طالبان د افغانستان په هلمند ولایت کې فعاله دي او د دې ولایت ډیرې سیمې يې تر خپل کنترول لاندې دي. دغې وسلوالې ډلې په وروستیو وختونو کې ډیر هدفي بریدونه ترسره کړي دي.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، ویلي دي چې دغه ډله اوس هدفي وژنو ته ځانګړی پام کوي چې «په کمو مالي او بشري امکاناتو د دښمن هسته له منځه وړي».