1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

طالبانو په کابل کې د برید پړه منلې؛ د تلفاتو شمیر لوړ شوی

۱۳۹۸ شهریور ۱۴, پنجشنبه

په کابل کې د رامنځ ته شوې موټر بم چاودنې پړه طالبانو منلې ده. په دې پیښه کې تر اوسه د لسو کسانو د وژل کيدو او ۴۲ د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی دی. چاودنه په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت ته نزدې شوې ده.

https://p.dw.com/p/3P2PS
Afghanistan Selbstmordanschlag in Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

طالبانو ویلي دي چې د برید هدف په شش درک سیمه کې د بهرنیو درې موټر ول. په دې سیمه کې د افغانستان د ملي امنیت ادارې دفترونه هم پراته دي. دا په روانه اوونۍ کې په کابل کې د طالبانو له خوا ترسره شوې دویم برید دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي، ویلي دي چې موټر بم د سیمې په یوه لوی واټ کې وچاودید چې له کبله یې ۱۲ نور موټر ویجاړ شوي دي. پولیسو اوس د پیښې سیمې ته رسیدونکي لارې تړلې دي. د برید هدف ښايي په سیمه کې د امنیتي ځواکونو یوه پوسته وه. د هغه په حواله د چاودنې له کبله لږ تر لږه لس تنه ملکیان وژل شوي او ۴۲ تنه نور ټپیان دي.

تر دې مخکې د وزیر اکبرخان روغتون یوه چارواکي فرید احمد کریمي، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي وو چې روغتون ته پنځه جسدونه او ۲۵ ټپیان راوړل شوي دي. کریمي زیاته کړې وه: «د وژل شویو او ټپیانو په ډله کې ملکي وګړي او امنیي ځواکونه شامل دي. د ټپیانو له ډلې څخه پنځه تنې یې ښځې دي.»

مسعود ځاځي، چې د پیښې سیمه ته نژدې د انځورونو یوه سټیدیو لري، ویلي دي چې د چاودنې پر مهال په خپل دوکان کې وو. هغه زیاته کړې: «زه له خپلې څوکۍ ولویدم او په دوکان کې مې تیاره شوه ځکه بهر دود او دوړي وې.»

تر چاودنې لږ وروسته بیا ځاځي له خپل دوکانه بهر وتلی او هلته یې ډیر شمیر ټپیان لیدلي دي: «ما لږ تر لږه پنځه داسې کسان ولیدل چې سخت ټپیان ول. یو تن یې په وینو کړکړ وو او نه خوځیده. ډیره ویروونکې صحنه وه.»

په همدې اوونۍ کې د سه شنبې په شپه هم د طالبانو یوه ځانمرګي برید کوونکو د کابل په ختیځه برخه کې چاودنه وکړه چې په پایله کې یې ۱۶ کسان ووژل شول او تر ۱۰۰ ډیر نور ټپیان شول.

دغه پیښې په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، هڅه کوي چې له طالبانو سره د یوه تړون په لاسلیکولو سره د افغانستان اوږدې جګړې ته د پای ټکی کیږدي.

هغه اوس له دې ډلې سره د تړون یوه مسوده کابل ته راوړې ده او افغان مشرانو ته یې ښوولې. خو ویل کیږي چې افغان حکومت یې په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده.

(ms/ns (ap, afp