1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

طالبانو په کابل کې یوه ښوونځی ته اور اچولی دی

۱۳۹۸ مرداد ۲۹, سه‌شنبه

د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې طالبانو د کابل د شکردرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې یوه ښوونځي ته اور اچولی. د ښوونې او روزنې وزارت ویلي دي چې په دې پیښه کې د زده کوونکو د حاضري کتابتون او ځینې وسایل سوځیدلی دی.

https://p.dw.com/p/3ODAQ
Schüler in den Trümmern nach dem Anschlag in Kabul
انځور: Getty Images/W. Kohsar

طالبانو تیره شپه د کابل ولایت په شکردره ولسوالۍ کې یوه ښوونځي ته اور اچولی دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي، دویچه ویله ته وویل: «د تیرې شپې د یو بجې او شل دقیقو په شاوخوا کې د شکردرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې، طالبانو لومړي د ښوونځي ساتونکي په رسۍ تړلی او تر هغه وروسته یې ښوونځي ته اور اچولی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې افغاني رسنۍ طلوع نیوز، بیا پر خپله انترنټ پاڼه لیکلي دي چې طالبانو د یوې اعلامیې له خپرولو سره د کورنیو چارو وزارت دغه ادعا رد کړې ده.

له بلې خوا بیا د ښوونې او روزنې وزارت ویاندې نوریه نزهت، ویلي دي چې ناپيژاندو کسانو دې ښوونځي ته اور اچولی دی. هغې زیاته کړې: «د دې پیښې په پایله کې د ښوونځي اداره زیامنه شوې. د زده کوونکو د حاضري دفتر له منځه تللی. د ښوونځي کتابتون او د ادارې ځینې څوکۍ له منخه تللی. ټول ښوونځی نه دی سوځیدلی.»

د ښوونې او روزنې وزارت چارواکو ویلي دي چې په دې ښوونځي کې ۷۰۰ نجونو له لومړي تر ۱۲ ټولګي پورې زده کړې کولې. میرمن نزهت زیاته کړې ده: «دا طبیعي خبره ده چې دغه شان پیښې منفي اغیزې لري.»

دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې یوه ښوونځي ته اور اچول کیږي. تیر کال هم یو شمیر ښوونځیو ته د اور اچولو پیښې رامنځ ته شوي وې. د معارف وزارت ویاندي وویل: «له نیکه مرغه چې له ۱۳۹۷ کال راهیسې پر ښوونځیو باندې د بریدونو پیښې کمې شوې دي، ځکه چې موږ د خلکو له لاري له وسله والو طالبانو سره یو ډول غیر مستقیمه اړیکه ټینګه کړې ده.»

«په افغانستان کې په سونو ښوونځي تړلي دي»

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د صندوق یا یونیسف، په حواله د ۲۰۱۷م کال تر پایه پورې په افغانستان کې تر زرو ډیر ښوونځي د جګړو له کبله ویجاړ شوي چې له کبله یې ۵۰۰ زره ماشومان له زده کړو بې برخې پاتې دي.

د افغانستان د ښوونې او روزنې وزارت په حواله همدا اوس په افغانستان کې ۴۰۰ ښوونځي تړلي دي چې ډیر یې په کندهار، هلمند، غزني، زابل او هغو ولایتونو کې دي چې ناامني پکې ډیره ده. په ټول افغانستان کې د جګړو، ښوونځیو نه شتون، فقر او یا هم نورو لاملونو له کبله ۳،۷ میلیونه ماشومان ښوونځي ته له تلو محروم دي.

دا په داسې حال کې ده چې د چارواکو په حواله اوس په افغانستان کې ۱۸ زره ښوونځي پرانیسي دي چې پکې ۹،۴ میلیونه ماشومان زده کړي کوي. په دې کې ۳،۵ میلیونه نجونې هم شاملې دي.

پروانه علي زاده