1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په کندز کې پنځه افغان عسکر وژلي

۱۳۹۸ بهمن ۲۸, دوشنبه

چارواکو د دوشبنې په ورځ ويلي چې لږ تر لږه پنځه افغان عسکر هغه وخت وژل شوي چې وسله والو طالبانو په کندز کې د پوځ پر يوه اډه يرغل وکړ. په نښته کې وسله والو ته هم تلفات اوښتي دي.

https://p.dw.com/p/3XsdY
Afghanistan Selbstmordattentat während andauernder Kämpfe in Kundus
انځور: Reuters/Afghan Interior Ministry

د افغانستان د دفاع وزارت له خوا په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې د کندز ولايت د شوره خاک په سيمه کې پر پرته نظامي اډه وسله والو طالبانو يکشنبه نیمه يرغل کړی دی. په اعلاميه کې ويل شوي: «په خواشينۍ سره پنځه عسکر وژل شوي او درې نور ټپيان دي.»

د دفاع وزارت په دغه اعلاميه کې زياته شوې چې د نښتې په ترڅ کې وسله والو ته هم تلفات اوښتي دي.

د کندز ولايت د پوليسو وياند انعام الدين رحماني د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې نښتې څو ساعته دوام وکړ او دواړو غاړو ته تلفات اوښتي دي.

د طالبانو رسمي وياند ذبيح الله مجاهد د تويتر له لارې ادعا کړې ده چې په بريد کې یې ۱۹ د امنیتي ځواک غړي وژلي دي.

بريد په داسې حال کې شوې چې افغانان د امريکا او طالبانو ترمنځ تر تړون د مخه د «تاوتريخوالي کمښت» ته په تمه دي. خو تر اوسه روښانه شوې نه ده چې په تاوتريخوالي کې به کمښت له کومه وخت څخه پېليږي.

يوه امريکايي چارواکي د جمعې په ورځ ويلي ول چې تاوتريخوالی به «ډېر ژر» کم شي. د طالبانو يوه چارواکي هم ويلي ول چې دغه کار حتمي دی او ډېر ژر به ترسره شي.

د تاوتريخوالي کمول د هغه تړون د رامنځته کولو يوه برخه ده چې ښايي د يوه هر اړخیز اوربند باعث وگرځي.

د دوشنبې په ورځ په دوحه کې د طالبانو د پلاوي يوه غړي يوه سيمه ایز خبري آژانس ته وويل چې امريکا او طالبانو خبرې اترې «بريالې» سرته رسولي او د روانې مياشتې پای ته تر رسېدو د مخه به تړون لاسليک شي.