1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

طالبانو په گردېز او اندړو کي تر ۵۰ زيات پوليس وژلي دي

۱۳۹۶ مهر ۲۵, سه‌شنبه

افغان چارواکو تایید کړه چې په غزني او کردیز ولایتونو کې د طالبانو بریدونو تر۵۰ زيات افغان امنیتي ځواکونه وژلي او تر ۱۰۰ زیات انسانان پکښې ټپيان شوي دي.

https://p.dw.com/p/2lwuD
Anschläge in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

د پکتيا ولايت امنيتي چارواکو ويلي دي چي وسله والو طالبانو د پوليسو پر يوه مرکز بريد کړی ۱۲ پوليس وژلي او ۶۰ کسان نور ټپيان شوي دي.

وسله والو په گرديز کي د پوليسو د روزني پر مرکز بريد کړی. په دغه پېښه کي دوه بريدگر هم وژل شوي دي. درو چاروکو رويترز خبري آژانس ته تائيد کړې ده چي د پکتيا ولايت د پوليسو قوماندان هم په وژل سوو کسانو کي دی. خو د کورنيو چارو وزارت يوازي د هغه ټپي کيدل تائيد کړي دي.

د پکتيا ولايت د روغتيا ادارې چارواکو ويلي دي چي په وژل شوو کي ملکيان او پوځيان شامل دي.

خو د پکتيا د والي مرستيال حاجي عبدالولي بيا د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي په دغو دوو چاودنو او يرغل کي له ۱۵ تر ۲۰ پوري کسان وژل سوي او تر ۱۰۰زيات نور ټپيان شوي دي. هغه ويلي دي چي د پکتيا د پوليسو مشر توريالی ابدياني سخټ ټپي شوی دی.

خو د وسله والو طالبانو په دغه يرغل کي د پکتيا د ولايت شورا غړي، د دغه ولايت د والي وياند او ډيرو افغاني رسنيو بیا د پوليسو د مشر د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له خوا په یوې خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «د ترهګرو یوې ډلې چې په وسلو او ځانمرګو واسکټونو سمبال وه، د پولیسو پر یوه روزنیز مرکز چې د پکتیا د پولیسو د مرکز تر څنګ پروت دی، برید کړی.»

په بیانیه کې زیاته شوې ده چې مرکز ته د یاغیانو تر ننوتو مخکې یوه ترهګر خپل ځانمرګی واسکټ له دخولې دروازې سره الوزولی. په بیانیه کې راغلي دي چې اوس سیمه ځانګړو ځواکونو کلابنده کړې ده او تر اوسه پوري په پیښه کې دوه برید کوونکي وژل شوي.

وسله والو طالبانو د پکتیا د پیښې پړه پرغاړه اخیستې ده او ادعا يې کړې ده چې په دغه يرغل کې يې په لسونو افغان ځواکونه وژلي دي.

د غزني پر اندړو ولسوالۍ بريد

د اندړو ولسوال محمد قاسم دیسيوال، ویلي دي چې په غزني کې نزدي ۳۰۰ طالبانو د اندړو ولسوالۍ په پر مرکز باندې د شپې د یوې بجې په شاوخوا کې برید وکړ.

د غزني د ولایتي شورا غړي امان الله کامران، ویلي دي چې طالبانو په لومړي سر کې د امنیتي ځواکونو یو تښتول شوی هاموي ډوله موټر چې له چاودیدونکو موادو ډک وو، د ولسوال دفتر او د پولیسو مرکز ته نزدي وچاود. کامران روښانه کړې ده چې د موټر د چاودنې په پایله کې ۱۴ افغان ځواکونه وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان دي.

طالبانو په عین حال کې د پولیسو پر دوو پوستو باندې هم بریدونه کړي دي چې په پایله کې یې ۱۶ ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. کامران وویل: «د تلفاتو کچه لوړیدای شي.»

د اضافي ځواکونو یو کاروان چې د اندړو ولسوالۍ پر لور روان وو، هم په لاره کې د یاغیانو په کمین ښکېل شوی دی چې له کبله یې اتو امنیتي ځواکونو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د اندړو ولسوال محمد قاسم دیسيوال، ویلي دي چې له چاودیدونکو مواډو ډک دوه هاموې موټر د ولسوالۍ ودانۍ ته ننوتي خو یوازي یوه يې له چاودلی دی. دیسیوال زیاته کړې ده چې بل هاموي موټر د امنیتي ځواکونو د سخت مقاومت په پایله کې د سیمې پریښودو ته اړ شوی.له بلې خوا بیا د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې هم دوه چاودنې شوې دي.