1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبانو ۲۷ افغان پولیس له ځان سره بیولي دي»

عبدالباري حکیم (آژانسونه)۱۳۹۳ خرداد ۱, پنجشنبه

د بدخشان د امنیې قوماندان هغه رپوټونه ومنل چې د یمگان ولسوالي د طالبانو لاس ته لویدلې او ۲۷ تنه افغان پولیس چې په یوه سمڅه کې ایسار ول، د خپل ژوند ژغورلو له پاره د «د سپین ږیرو په منځگړتوب» له طالبانو سره یو ځای شوي دي.

https://p.dw.com/p/1C4M1
انځور: DW

د بدخشان ولایت د امنیې قوماندان فضل الدین عیار، ویلي دي چې د یمگان په ولسوالۍ کې د طالب یاغیانو د حملو په ترڅ کې پولیس د غره په یوې سمڅې کې پټ شوي ول. عیار زیاته کړې ده: «طالبانو دغه پولیس له ځان سره یرغمل نیولي او امنیتي ځواکونه اوس هڅه کوي چې هغوی پیدا کړي.»

عیار آلمان دویچه ویله ته په یوه تیلفوني تماس کې وویل: «هو دا خبره صحیح ده چې زموږ ۲۷ تنه پولیس په یوه سمڅه کې ایسار شوي ول. د دې له پاره چې طالبان هغوی ونه وژني، د سیمي سپین ږ.یرو وساطت وکړ او هغوی له طالبانو سره یو ځای شول.»

نړیوالو آژانسونو ته په یوه استول شوي پیغام کې طالبانو د دغې حملې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. له دې مخکې دغو زورپالونکو وخت په وخت خپل یرغمل نیول شوي امنیتي افراد اعدام کړي دي. عیار د چهار شنبې په ورځ ویلي دي چې یاغیانو په یمگان کې پر یو شمیر امنیتي پوستو بریدونه وکړل او لږ تر لږه ۶ تنه پولیس یې ووژل. د رپوټونو له مخې په بدخشان کې دغه نښتې د سه شنبې په ورځ پیل شوې او تر چهار شنبې یې دوام وکړ.

عیار د خپلو خبرو په دوام کی وړاندې وویل چې د نښتې سیمې ته استحکامات واستول شول، خو پولیس مجبوره شول چې له سیمی څخه شا تگ وکړي. هغه زیاته کړه چې د څرخي الوتکو په ملاتړ امینتي ځواکونو د سیمی له شا او خوا پرتو غرونو څخه د یاغیانو پر ضد بریدونه وکړل. د عیار د وینا له مخې په دغې نښتې کې دواړو خواوو ته مرگ ژوبلو اوښتی دی:«د طالبانو د حملی په وخت کی زمونږ مخابراتی اړیکه له خپلو ځواکونو سره غوڅه شوه. طالبانو تهاجمی عملیات تر سره کړل. زمونږ ۶ پولیس ووژل شول او طالبانو ته هم مرگ ژوبلی پیښی شوی دی، خو دقیق شمیر یی معلوم نه دی.»

د اسوشیتد پرس د خبري آژانس د رپوټ له مخې طالبانو ویلي دي چې هغوی د یمگان ولسوالۍ نیولي ده او د هغې پر حکومتي مقر یې د خپلې ډلې بیرغ پورته کړی دی.

بدخشان د افغانستان له غرنیو او لیرې پرتو سرحدي ولایاتو څخه شمیرل کیږي چې له تاجکستان او چین سره گډه پوله لري. په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د واکمنۍ له نسکوریدو څخه وروسته په تیره څه د پاسه یوه لسیزه کې په عمومي توگه بدخشان د افغاسنتان د شمال د نورو ولایاتو په څير تر زیاتې کچې د یاغیانو له حملو او زور زیایتو څخه خوندي پاتې شوی دی. دغه ولایت د افغانستان له ډیرو بې وزلو سیمو څخه شمیرل کیږي. څو اوونۍ تر مخه د ځمکې ښویدو د یوې وروستۍ پیښې له امله په دغه ولایت کې د یوه کلي په سلونو اوسیدونکي ووژل شول او په زرونو کورنیو خپلې سرپناوې له لاسه ورکړې.

ویل شوي دي چې په بدخشان کې نښتې د طالبانو د پسرلنیو عملاتو چې څه موده وړاندې یې اعلان کړی وو، یوه برخه ده. دا حملې په داسې وخت کې په لاره اچول کیږي چې افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو د دوهم پړاو له پاره تیاری نیسي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د کورنیو چارو وزرات له دې مخکې ویلي وو، چې هغوی د دغو ټاکنو چې د جون پر ۱۴ پر لاره اچول کیږي، د امنیت د خوندي ساتنې له پاره اړین امنیتي تدابیر نیولي دي. په دغو ټاکنو کې دوه مخکښ کاندیدان عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی له یو بل سره سیالي کوي.