1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: امريکا له افغانانو سره د بشري مرستو ژمنه کړې

۱۴۰۰ مهر ۱۹, دوشنبه

طالبانو له امريکا سره په دوحه کې خبرې اترې مثبتې ارزولي دي او ويلي يې دي چې دغه هېواد له افغانانو سره د بشري مرستو ژمنه کړې ده. واشنګټن هم له طالبانو سره دا خبرې «روښانه او مسلکي» بللې دي.

https://p.dw.com/p/41Vlt
Afghanistan | Simon Gass trifft Amir Khan Muttaqi
انځور: social media/REUTERS

د طالبانو او امریکایي چارواکو تر منځ دوه ورځنۍ رسمي خبرې تیره ورځ ناوخته پای ته ورسیدې. دغه خبرې د شنبې او يکشنبې په ورځو (د اکتوبر له نهمې تر لسمې مې نيټې) د قطر په پلازمینې دوحه کې ترسره شوې.

طالبانو د خبرو د پايلو په اړه د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي دي: «د دواړو پلاوو تر منځ خبرې په ښه ډول ترسره شوي دي.» په دغې خبرپاڼه کې راغلي چې طالبانو له امریکایي استازو د دوحې د تړون د بشپړ عملي کولو غوښتنه کړې.

طالبان وایي په دغې ناسته کې یې له امریکایي چارواکو سره به دې هم خبرې کړي چې بشري مرستې باید له سیاسي مسایلو سره ونه تړل شي.

د طالبانو په دغې اعلامیه کې ویل شوي چې امریکایي استازو له افغانانو سره د بشري مرستو ژمنه کړې او ویلي دي چې نورو خیریه بنسټونو ته به هم د بشري مرستو په  لیږد کې آسانتیاوې برابروي.

د طالبانو او امریکا لومړنۍ رسمي خبرې

امریکا متحده ایالاتو ويلي دي چې د طالبانو له استازو سره یې خبرې اترې »روښانه او مسلکي« وې.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي له طالبانو سره یې په خبرو کې په څو مهمو موضوعاتو خبرې کړي او له طالبانو یې غوښتي چې د امریکایانو او د دوئ د افغانو همکاراونو د د وتلو په بهیر کې مرسته وکړي د بشر حقونه  په تیره د ښځو حقونه مراعات کړي او د افغانستان په خاوره کې ترهګرو ته ځای نه ور نه کړي.

د ایران دولتي ورځپاڼه: د ایران مرستې خلکو ته نه بلکې طالبانو ته رسیږي

واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته دا لومړی ځل دی چې امریکایي استازي او طالبان رسمي خبرو ته سره کیني.

واک ته د طالبانو د رسيدو راهسې په لومړیو ورځو کې له طالبانو سره د امریکا غیر رسمي خبرې له کابل څخه د افغانانو او امریکایي وګړو د لیږد په اړه وې.

طالبان وایي د دوحې په دې اړه تازه خبرو اترو کې په دې هم خبرې وشوې چې دواړه خواوې به هڅه کوي چې ډیپلوماتیکي ایکي ښه حالت ته راوګرځي.

د بريتانيا استازي له طالبانو سره کتلي؛ پر څه خبرې شوي؟

طالبان وروسته له هغې چې واک ته ورسیدل هڅه کوي د نړۍ هیوادونه یې په رسمیت وپیژني خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دغو خبرو تر مخه هم ويلي چې له طالبانو سره خبرې د دوئ د رسمیت پیژندلو معنا نه لري.

امریکایان هم د ډيرو نورو هیوادونو په څیر په دې ټینګار کوي چې د طالبانو په خبرو نه په عمل به یې قضاوت کوي.