1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبان، اوربند او له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو دي»

۱۳۹۸ دی ۲۸, شنبه

دوو معتبرو سرچینو ویلي چې که چیرته طالبان له امریکا سره توافق ته ورسیږي دوی لس ورځني اوربند، د افغان ځواکونو پر وړاندې د تاوتریخوالي کمښت او همدا راز د افغان حکومت له چارواکو سره خبرو ته چمتو دي.

https://p.dw.com/p/3WOlU
Katar | Taliban | Friedensgespräche
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/Qatar Ministry of Foreign Affairs

دوو سرچینو د رویترز خبري آژانس ته ویلي چې په هغه صورت کې چې طالبان او امریکا متحده ایالات د افغان سولې په هکله یوه توافق ته ورسیږي، طالبان چمتو دي چې یو لس ورځنی اوربند ټینګ کړي، د افغانستان ځواکونو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پيښو کې کمښت راولي او همدا راز د افغان حکومت له چارواکو سره خبرې پیل کړي.

که چیرته د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د قطر په پلازمینه دوحه کې دغه توافق بریالی شي، نو داسې هیلې شته چې د افغانستان د شخړې له پاره به یو اوږدمهاله حل لار وموندل شي. امریکايي مرکچیان او د طالبانو استازو د تیرې چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې په دوحه کې خپل مذاکرات بیا پیل کړي دي. د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند سهیل شاهین، په وینا په دغو ملاقاتونو کې د توافقنامې پر لاسلیک او په دې هکله د مراسمو پر څرنګوالي تمرکز کیږي. سهیل شاهین، د جمعې په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه د یادو ملاقاتونو په هکله ویلي چې دغه ملاقاتونه «ډیر موثر » وو او دا چې د څو ورځو له پاره دوام وکړي.

Russland Gespräche zwischen Taliban und afghanischen Politiker in Moskau
انځور: Reuters/E. Novozhenina

د چهارشنبې په ورځ دوو سرچینو چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو له پروسې باخبره دي، د رویترز خبري آژانس ته وویل چې وروسته له هغې چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ توافق لاسلیک شي، د طالبانو مشرتابه حاضر دي چې له امریکايي ځواکونو سره یو لس ورځنی اوربند ټینګ کړي. د رویترز خبري آژانس په حواله طالبانو همدا راز د افغانستان د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د تاوتریخوالي کمښت ته هم غاړه ایښي ده.

د طالبانو یوه جګپوړي قوماندان په دې هکله وویل: «امریکا متحده ایالاتو له موږ څخه غوښتنه کړې وه چې د سولې د مذاکراتو په ترڅ کې اوربند اعلان کړو خو موږ [دغه غوښتنه] رد کړې وه. زموږ شورا اوس پریکړه کړې چې د توافق نامې تر لاسلیک وروسته به اوربند عملي شي.» په ورته وخت کې د طالبانو یوې بلي سرچینې چې د امریکا او طالبانو له مذاکراتو باخبره دي، د یاد قوماندان څرګندونې تائیدوي او وايي چې په دوحه کې امریکايي ټیم د اوربند غوښتنه کړې وه خو موږ د ځینو مسایلو له کبله رد کړ. دغې سرچینې زیاته کړه: «اوس زموږ زیاتره ملاحظات په پام کې نیول شوي دي.»

Afghanistan Peace Talks
انځور: picture alliance/AP Photo

د طالبانو دغه چارواکي چې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل چې د توافق د لاسلیک نیټه تر اوسه پورې نه ده ټاکل شوې خو زیاتوي چې ډیر ژر به دغه څه روښانه شي. یادو دواړو سرچینو د موضوع د حساسیت له کبله نه غوښتل چې نومونه یې واخیستل شي. بل لوري ته د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هم په دې هکله له تبصرې کولو څخه ډډه وکړه.

په دوبۍ کې د اروپايي، امریکايي او افغان چارواکو ملاقات

په ورته وخت کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې د توافق د پرمختګ او د اوربند د څرنګوالي په هکله د متحده عربي اماراتو په دوبۍکې د یوناما مشر تادامیچي یاماماتو، د افغانستان له پاره د اروپايي اتحادیې ځانګړې استازي رولانډ کوبیا او د افغانستان او پاکستان له پاره د آلمان ځانګړي استازي مارکس پوتزل له زملي خلیلزاد سره  لیدلي دي.

د افغانستان او پاکستان له پاره د آلمان ځانګړي استازي مارکس پوتزل، د یادې کتنې په هکله په خپله ټویټپر پاڼه ليکلي: »امریکا متحده ایالات، اروپا او یوناما نن په دوبۍ کې ولیدل. د افغانستان  د هر اړخیزې سولې د پروسې د راتلونکو اقداماتو په هکله بحثونه وشول.« نوموړي زیاته کړ ې چې موږ توافق وکړ چې [په افغانستان] کې د تاوتریخوالي کمښت کلیدي [ارزښت] لري.« د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د سیاسي ماموریت یا یوناما ځانګړي استازي بیا په دې کتنه کې د افغان د چارواکو د ګډون خبره هم کړې ده.

له افغانستانه د بهرنیو سرتیرو د ایستلو په هکله د پاکستان خبرداری

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي چې د امریکا متحده ایالاتو په رسمي سفر بوخت دي، ویلي چې اسلام آباد د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو د تسهیل په برخه کې نقش لوبولی دی او زیاتوي چې پاکستان په دې برخه کې ډیره مرسته کړې چې مذاکرات اوسني حد ته ورسیږي. قریشي په خپلو خبرو کې ټینګار کړی دی چې پاکستان له افغانستانه د امریکايي ځواکونه د خطرناکه اخراج غوښتونکی نه دی.

Mike Pompeo USA  und Shah Mahmood Qureshi  Pakistan
انځور: picture-alliance/dpa/T. Shen

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په واشنګټن کې وویل: «طالبان د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي. هغه څه چې موږ وایو هغه دا دي چې هو دوی باید ووځي، خو دغه [د سرتیرو اخراج] باید له مسوولیته ډک وي.» قریشي همدا راز وویل چې دا هم له یاده مه باسئ چې هلته [په افغانستان]  کې ځینې قوتونه او عناصر شته چې له انارشي ګټه پورته کوي.

بل لوري ته د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼې یوه ویاند ویلي چې اوربند د یوې تلپاتې او باعزته سولې له پاره یواځینی لار ده. صدیق صدیقي پر خپله ټویټر پاڼه په دې هکله لیکلي: «هر هغه پلان چې اوربند د یوه اساسي ګام په توګه وړاندیز کوي، هغه د [افغان] حکومت له پاره د منلو دی.