1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبان او نړيواله ټولنه باید یو توافق ته ورسيږي»

۱۴۰۰ شهریور ۲۴, چهارشنبه

د مهاجرت نړیواله اداره وايي طالبان او نړیواله ټولنه اړ دي چې په افغانستان کې د ثبات رامنځ ته کولو په موخه یو د بل تر منځ پر یوې حل لارې توافق ته ورسیږي. بل لور ته آلمان د ۲۶۰۰ افغانانو د منلو خبره کړې ده.

https://p.dw.com/p/40LUF
Schweiz Filippo Grandi Flüchtlingskommissar UN
د ملګرو ملتونود مهاجرت د ادارې مشر، فليپو ګراندي - د آرشیف انځورانځور: picture-alliance/dpa/S. Di Nolfi

 د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې مشر، فليپو ګراندي د سه شنبې په ورځ له اسوشتید پریس سره په یوه مرکه کې وويل چې نړۍ له يو ستونزمن انتخاب سره مخ ده.

د اسوشتید پریس په حواله، هغه وویل اړتیا ده چې د هغو خطرونو مقایسه وشي چې کیدای شي افغانستان د تاوتریخوالي او ګډوډيو لور ته بوځي.

ګراندي وويل چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ثبات ساتني له پاره د هڅو او هغو سیاسی ملاحظاتو ترمنځ چې دغه هڅې ممکن د طالبانو له حکومت څخه د ملاتړ په مفهوم وي، یو عملي توازن برقراره کړي.

 طالبانو د محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان حکومت چې د متحده ایالاتو د ملاتړ څخه برخمن وو، د اګست پر ۱۵مه نسکور کړ، خو اوس دغه ډله د خپل سرپرست حکومت د معرفي کولو له کبله د نړیوالو مخالفتونو سره مخ ده.

Afghanistan Kabul | Anti-Pakistan Proteste
د نړۍ هیوادونه به تر هغه وخته د طالبانو حکومت په رسميت ونه پيژني چې يو ټولشموله حکومت يې نه وي رامنځ ته کړیانځور: REUTERS

د طالبانو په کابینه کې د طالبانو د ژمنو خلاف چې ويلي يې ول دوی به يو ټول شموله حکومت جوړوي، ټول د خپل تحريک اړوند کسان دي.

په دې حساب د نړۍ هیوادونو ويلي دي چې دوی به د افغانستان د نوو حاکمانو حکومت تر هغه وخته په رسميت ونه پيژني چې يو په ټوله معنی ټولشموله او سوله ایز حکومت يې نه وي رامنځ ته کړی.

د افغانستان د اقتصاد د پاشل کيدو مخنیوي مهم دی

ګراندي ټينګار وکړ چې اوس په فوري توګه يوه داسې سازش ته اړتیا ده چې له مخې يې په افغانستان کې د اقتصادي پاشل کیدو مخنیوي وشي کوم چې کېدای شي په دغه هیواد کې د تاوتریخوالي، ګډوډيو او د لا پراخو مهاجرتونو سبب ګرځيدای شي.

هغه په دې اړه وویل: «دا ضروري ده. دا یوه داسې پرمختيايي مسئله نه ده چې سړی د هغې له نتیجې څخه پنځه کاله مخکې ورباندې بحث وکړي، خو دا به د هر لور له پاره یو جوړجاړي ته اړتیا ولري.

د ملګرو ملتونو سازمان د دوشنبې په ورځ ويلي ول چې په افغانستان کې د بشري اړتیاو د پوره کولو له پاره د نړیوالو مرستو ملاتړ ۱،۲ ميليارډ ډالرو ته لوړه شوې ده.

«۹۷ سلنه افغانان به د فقر له خط لاندې وضعیت سره مخ شي»

ګراندي وايي په داسې حال کې چې د ژمي موسم هم پر رارسیدو دی، باید بشري مرستي ډير ژر انتقال شي تر څو خلک خوراکي موادو او سرپناه و ته لاسرسی پیدا کړي.

Deutschland | Wunstorf | Rückkehr der Bundeswehr aus Afghanistan
د آلمان پوځ د تخليه په بهیر کې شاوخوا ۴۵۰۰ افغانان آلمان ته راوښکل چې ۲۶۰۰ تنو ته يې اقامې ورکړي ديانځور: Martin Meissner/AP Photo/picture alliance

ملګرو ملتونو سازمان خبرداری ورکړی دی چې د روان کال په پای کې به ۹۷ سلنه افغانانو د فقر خط لاندې ژوند ولري.

دا په داسې حال کې  ده چې افغانستان په عین حال کې څه باندې ۳نیم میلیونه داخلي بيځایه شوي لري.

آلمان ۲۶۰۰ افغانانو ته اقامې ورکوي

بل خوا د آلمان خبري آژانس له برلین څخه خبر ورکوي چې د آلمان د کورنيو چارو وزارت شاوخوا ۲۶۰۰ افغانانو ته په آلمان کې د اوسیدو اقامې ورکوي. په دغو افغانانو کې د بشري حقونو فعالان، هنرمندان، پوهان، ژورنالیستان او نور هغه افغانان شامل دي چې په افغانستان کې له ګواښ سره مخ دي.

د آلمان د کورنيو چارو وزارت يوه ویاند ويلي دي چې د دغو افرادو د کورنيو غړي به هم په آلمان کې د اوسیدو حقوق تر لاسه کړي او دوی به د دې اړتیا و نه لري چې د پناه غوښتنې درخواستونه وړاندې کړي.

د آلمان حکومت وايي د اګست میاشتې له ۱۵مې وروسته چې طالبان واک ته ورسيدل، د آلمان پوځ د تخليې په پروګرام کې ۴۵۸۷ افغانان آلمان ته راانتقال کړي دي.