1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: تر حمل میاشتی به ټول پوهنتونونه پرانیستل سي

۱۴۰۰ دی ۲۸, سه‌شنبه

تر وروستیو تحولاتو وروسته لسګونه شخصي او دولتي پوهنتونونو خپلې دروازې وتړلې، خو شخصي پوهنتونونو خپل فعالیت له څو میاشتينې ځنډ وروسته بیرته پیل کړ. طالبان وايي چې ډیر ژر به نجونې وکولی شي بیرته پوهنتونونو ته ولاړې شي.

https://p.dw.com/p/45g6Z
Afghanistan Kabul Universität Geschlechtertrennung
انځور: AAMIR QURESHI/AFP

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت وایې چې په هیواد کې به ټول دولتي پوهنتونونه د ۱۴۰۱ کال د حمل یا وري میاشتې مخکې پرانیستل سي څو محصلین بیرته خپلو زدکړو ته ستانه سي. د دغه وزارت د چارواکو په خبره د ګرمسیر او سرد سیر سیمو اوسیدونکو لپاره هرڅه په نظر کې نیول سوي دي.

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت ویاند مولوی احمد تقي، دویچه ویله ته وویل چې دوی به دافغانستان ټول دولتي پوهنتونونه چې شمیر یې ۳۹ ته رسیږي د محصلینو پرمخ پرانیزي. تقي زیاته کړې چې د مالي ستونزو له امله یې پوهنتونونه مخکې د محصلینو پرمخ نسو پرانیستلای.

د لوړو زدکړو وزارت ویاند احمد تقي د خپل وزرات د هڅو په هکله وايي: »موږ په هیواد کې ۳۹ دولتي پوهنتونونه لرو او کوښښ کوو چې ټول پوهنتونونه د محصلینو پرمخ خلاص کړو.« تر دې وړاندې په افغانستان کې د نجونو او هلکانو د پوهنتون ګډو ټولګیو له کبله طالبانو ښوونځیو ته د نجونو پر تګ محدودیتونه وضع کړي خو اوس د لوړو زدکړو وزارت وايي چې په دې برخه کې یې یوه طرحه هم جوړه کړې ده. احمد تقي وايي: »د ګډ تعلیمي نظام له پاره موږ طرحه جوړه کړي، د دوی د زدکړو وخت به بیل او د اناثو او ذکورو لپاره به بیلې تدریسي خونې شتون ولري.»

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت وایې ټولو خصوصي او دولتي پوهنتونونو ته سپارښتنه سوې چې د ګډ تعلیمي نظام په اړه د دې وزارت تګلاره علمي کړي. د لوړو زدکړو وزارت وایې هغه محصلین چې تیرو کلونو کې فارغه سوي د دوی اسنادونو د بشپړیدو چارې روانې دي او ډیر ژر به ورته اسنادونه هم بشپړ کړل سي.

په عین وخت کې د طالبانو د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو ریس عزیز احمد ریان وایې هڅه کوي چې د نجونو ښوونځي به هم راتلونکی کال فعاله کړي ترڅو پورې ټولې ښځینه زده کوونکې زده کړو ته ستنې سي. ریان له دویچه ویله سره پخپلې مرکې کې ویلي چې دوی د ښځینه وو او نارینه وو له پاره په ښوونځیو کې صنفونه بیل کړي چې له مخې یې نجونې او هلکان به بیلې زدکړي وکړي.

Afghanistan Amani Oberrealschule in Kabul (Bildergalerie)
انځور: DW/H. Sirat

د پوهنې وزارت د نشراتو د ریس په خبره چې دوی د ښځینه وو او نارینه وو ښوونکو د معاشونو ستونزې هم حل کړي او ډیر ژر به په همدې اونۍ کې دوی ته میاشتنی تنخواوې هم ورکړي.

بل لوری ته محصلین بیا له زده کړو محرومیدو اندیښمن کړي دي. د افغان محصلینو په خبره دوی له تیر یوه کال راهیسې څه ندي لوستي او غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې پوهنتونونه پرانیستل سي. فریدالله خیال، چې د میدان وردګو ولایت اوسیدونکی دی او له تیرو دریو کلونو راهیسې په جګړه ځپلې هلمند کې یې په سختو شرایطو کې د هلمند پوهنتون ادبیاتو پوهنځۍ لوستی وایې چې له تیر یوه کال راهیسې انتظار باسي چې خپل پوهنتون ته لاړ سي او خپلی زدکړي بشپړي کړي.

خیال وايي: »یو ځل د کرونا وایروس له امله څو میاشتې پوهنتونونه وتړل سول خو له هغی وروسته بیا جګړه پیل سوه نو اوس حالت سم سوی دی.« خیال دویچه ویله ته وویل چې د پوهنتونونو ځینی محصلین د محمد اشرف غني د حکومت له ړنګیدو وروسته له هیواده تیښتې ته اړ سوي او یا یې ځینې د خپل کور له پاره د یوې ګولې ډوډۍ پیداکیدو په خاطر له هیواده وتلي دي.

خیال د پوهنتونونو پیل کیدو ته خوښ دی او وايي: »یوځل کرونا ناروغۍ له امله پوهنتونونه وتړل سول او اوس بیا یو کال تیر سو دا زموږ پر فکري ودې سخت بد اغیزکوي...اوس چې طالبانو ویلي پوهنتونونه خلاصوي دا ډیر ښه خبر دی، زه خوشحاله یم او محصلین به یې هرکلی کوي.»

افغانستان کې داسې مهال د طالبانو د واکمن کیدو راوروسته د حمل میاشتې نه مخکې د پوهنتونو د بیا پیلدو خبرورکول کیږي  چې له تیر یوه کال راهیسې زده کړیز تعلیمې نصابونه په ځینو ولایتونو کې ندي بشپړ سوي، ځکه له تیریوه کال راهیسې د کرونا وبا او جګړو له امله ډیری محصلین په کورونو ناست وو.