طالبان: د افغان ځواکونو پر وړاندې به بريدونه بيرته پېل کړو
۱۳۹۸ اسفند ۱۲, دوشنبهد طالبانو له خوا دغه څرگندونې تر هغه يوه ورځ وروسته شوي چې ولسمشر محمد اشرف غني ويلي ول چې د تاوتريخوالي کموالی به لږ تر لږه د افغان چارواکو او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو تر پېليدو پورې چې په پام کې ده د مارچ په لسمه ترسره شي، دوام پيدا کړي.
په اصطلاح «اور کم» يوه اوونۍ دوام وکړ او د شنبې په ورځ یې په دوحه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې د تاريخي تړون تر لاسليک کیدو او بيا تر يکشنبې ورځې دوام وکړ.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «د تاوتريخوالي د کموالي موده اوس پای ته رسېدلې او زموږ عمليات به په نورمال ډول ادامه پيدا کړي.»
نوموړي زياته کړې: «د تړون (د امريکا او طالبانو ترمنځ) پر اساس به زموږ مجاهدين پر بهرنيو ځواکونو بريد نه کوي خو د کابل د ادارې د ځواکونو پر وړاندې به زموږ عمليات دوام پيدا کړي.»
د افغانستان د دفاع وزارت د وياند مرستیال فواد امان وويل چې حکومت هم دا ارزوي چې د تاوتريخوالي موده پای ته رسېدلی او که نه. نوموړي زياته کړه: «موږ تر اوسه په هېواد کې د سترو بريدونو د ترسره کیدو په اړه هیڅ رپوټونه نه لرو.»
خو په عين حال کې د دوشنبې په ورځ په خوست ولايت کې د فوټبال د يوې لوبې پر وخت بمي بريد درې تنه وژلي او ۱۱ نور یې ټپيان کړي دي. د خوست د پوليسو مشر سيد احمد بابازي په دې اړه وويل: «په موټر سايکل کې ځای پر ځای شوی بم د فوټبال د لوبې پر مهال چاودلې دی.»
تر اوسه کومې ډلې د بريد پړه نه ده منلې.
طالبانو د شنبې په ورځ په دوحه کې له متحده ایالاتو سره تړون لاسلیک کړ. د دې تړون پر اساس به بهرني عسکر په ۱۴ مياشتو کې له افغانستان وځي او طالبانو تضمين ورکړی چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد د ترهگریزو بريدونو له پاره نه کارول کيږي او له افغان حکومت سره به خبرې اترې پېلیږي.