1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د اوربند طرحه مو حکومت له پامه غورځولې

۱۴۰۰ تیر ۱۸, جمعه

طالبانو ادعا کړې چې هغه وړاندیز چې د درې میاشتني اوربند شرائط هم پکې ول، د افغانستان حکومت ته یې ليږولې خو حکومت ورته پاملرنه نه ده کړې. ياده ډله دا هم وایي چې زياتره ولسوالۍ يې بې له جګړې نیولي دي.

https://p.dw.com/p/3wHIQ
Russland Friedensgespräche Afghanistan | Taliban-Delegation in Moskau
انځور: Reuters/S. Karpukhin

په تهران کې تر بين الافغاني غونډې وروسته، د شيخ شهاب الدين دلاور په مشرۍ د طالبانو يوه پلاوي د روسیې په بلنه د پنجشنبې په ورځ مسکو ته سفر وکړ. د دې پلاوي غړيو له روسي چارواکو سره تر خبرو اترو وروسته د جمعې په ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه کې خبرې وکړې.

د طالبانو د مذاکراتي ډلې غړي شيخ شهاب الدين دلاور ادعا وکړه چې دې ډلې کابو درې مياشتې مخکې يوه طرحه چې د يوه درې مياشتنې اوربند په ګډون پکې نورې غوښتنې هم شاملې وې، زلمی خليلزاد ته سپارلې وه څو یې د افغانستان حکومت ته ورسوي. 

نوموړي زياته کړه چې د افغانستان له زندانونو د دې ډلې د پاتې بنديانو آزادول او د ملګرو ملتونو د نوملړ څخه د دې ډلې د مشرانو د نومونو حذفول د طرحې اساسي شرائط ول.

د نوموړي په خبره د دې په بدل کې طالبانو ژمنه کړې وه چې د کابل په شمول به د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې په دريو میاشتو کې هيڅ ډول نظامي عمليات نه ترسره کوي او همدا راز به د ولسواليو پر مرکزونو او د ګڼې ګونې په ځایونو کې بريدونه نه کوي، څو د سولې د خبرو پرمختګ ته لاره هواره شي.

طالبان: ‌له افغان حکومت سره پر اوربند بحث روان دی

د طالبانو په حواله زلمي خليلزد دا وړاندیز د افغانستان له حکومت سره شريک کړی وو خو حکومت هغې ته هیڅ پاملرنه ونه کړه. دلاور په دې اړه زياته کړه: «ما شخصاً له ډاکتر عبدالله عبدالله وپوښتل چې د خليلزاد په لاس مو چې کوم وړاندیز در ليږلی وو، تاسې ته رسېدلی دی؟ هغه په ځواب کې وويل: «هو رسيدلی خو ما تر اوسه پرانيستی نه دی.»

درې میاشتې مخکې دا خبر چې طالبانو د سولې یوه طرحه افغان حکومت ته سپارلې ده، په ځينو رسنیو کې نشر شوی وو خو حکومت او طالبانو په دې اړه د هر ډول نظر د څرګندولو څخه ډډه کړې وه. د افغانستان د سولې له پاره د امريکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم په دې اړه څه نه وو ويلي.

د وسله والو طالبانو استازو په دې خبري کنفرانس کې ادعا وکړه چې په تېرو کابو دوو میاشتو کې یې ۱۷۴ ولسوالۍ نيولي دي. هغوی ادعا کوي چې ټولې دا ولسوالۍ ورته بې  له جګړې د امنيتي ځواکونو او خلکو له خوا سپارل شوي دي.

د بشري حقونو د څار ټولنه: طالبان په زور ملکيان بې ځايه کوي

خو د دې ډلې د ادعاو برخلاف په يو شمير ولسواليو کې شديده جګړه شوې ده او ځينې دا ولسوالۍ د دولتي ځواکونو او طالب جنګيالو ترمنځ لاس په لاس کيږي.

د افغانستان د دفاع وزارت د دې ادعاو په ردولو سره وايي چې د دې ډلې جنګیالو يوازې د ولسواليو مرکزونه نیولي دي او نورې برخې یې د امنيتي ځواکونو په لاس کې دي.

ب. ص/ ن. ز (شکیلا ابراهيم خیل)

طالبان: د بل ځای اسلامي نظام افغانستان ته نه راولو