1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د بهرني ځواکونو د وتلو پر سر بحثونه ستونزمن شوي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۶, دوشنبه

د طالبانو او د امریکا استازو ترمنځ خبري اترې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال ویش پر سر له ستونزې سره مخامخ شوي دي. طالبان د مهال ویش د اعلان غوښتنه کوي خو امریکا وایي چې لومړی باید اوربند اعلان کړي.

https://p.dw.com/p/3HyVZ
Katar Friedensgespräche für Afghanistan
انځور: picture-alliance/AP/Qatar Ministry of Foreign Affairs

د طالبانو استازو او د ز لمي خلیلزاد په مشرتوب امریکا استازو په وروستیو میاشتو کې څو وارې په قطر کې سره لیدلي، څو د افغانستان اوږدې جګړې ته یوه سوله ایزه حل لاره ومومي. که څه هم د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي او د دې هیواد د مرکچي پلاوي مشر په فيبروري میاشت کې خوشبیني څرګنده کړې وه چې د روان کال تر جولای میاشتې پورې به له طالبانو سره یو توافق وشي، خو اوس ویل کیږي چې د دواړو اړخونو بحثونه پر یوې کلیدي موضوع چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل دي، پرته له کومې پایلې پاته دي.

امریکا غواړي چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو پر یوه پلان باندې تر توافق مخکې طالبان امنیتي تضمینونه ورکړي، اوربند اعلان کړي او ځینې نور تعهدات وکړي.

خو طالبان بیا ټینګار کوي چې د امریکایانو له خوا له افغانستانه د وتلو مهال ویش تر اعلانولو مخکې به هیڅ هم و نه کړي.

په دوحه کې د طالبانو سیاسي ویاند سهیل شاهین، له فرانسې خبري آژانس سره په یوه مرکه کې ویلي دي چې «دواړه اړخونو د خپلو تفاوتونو د کمولو او همداراز [د بهرنیو ځواکونو] د وتلو پر داسې یوه پلان توافق ته د رسیدو په هڅه کې دي چې د دواړو خواوو له پاره د منلو وړ وي».

شاهین زیاته کړې ده: «خو دغه څه تر اوسه پورې نه دي ترلاسه شوي.»

شاهین دا خبره تائید کړې ده چې دا په دې معنې ده چې د امریکا له خوا د وتلو د یوه مهال ویش تر اعلانیدو مخکې به بل پرمختګ و نه شي. هغه ویلي دي: «په اصل کې، هو. [پرمختګ نه کیږي]»

شاهین دا هم ویلي دي چې ښايي د خبرو اترو په روان دور کې پر دې موضوع باندې کوم توافق و نه شي: «که موږ د خبرو په دې پړاو کې دغه موضوع نهایي نه کړو [...]  نو سوله به د نزدې پر ځای لا لیرې وي.»

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت سمدستي په دې اړه څه نه دي ویلي. خو خلیلزاد په وار وار سره ویلي دي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د سولې د خبرو اترو یوه برخه ده. د هغه په حواله طالبان باید ډاډ ورکړي چې افغانستان به بیا د ترهګرو په پټنځای نه بدلیږي، اوربند اعلان کړي او له افغان استازو سره خبرې وکړي چې د سولې د خبرو اترو په بهیر کې پرمختګ وشي.

تر اوسه پورې لا روښانه نه ده چې د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو تر منځ خبرې اترې به د دوشنبې په ورځ هم دوام وکړي او که نه. د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې مغلقې دي. په دې خبرو اترو کې د طالبانو د ۱۳ کسیزې پلاوي مشري عباس ستانکزی کوي او د امریکایي اړخ له مشر زلمي خلیلزاد سره بیا تر شلو ډیر چارواکي مل دي.

په خبرو اترو کې د قطر حکومت هم ونډه لري.

د خبرو اترو جریان ځکه هم ورو پر مخ روان وی چې د دواړو اړخونو څرګنډونې یو بل ته په پښتو او انګلیسي ژبو ژباړل کیږي. ځینې وختونه خو بیا مرکچیان له خپلو لوړپوړو چارواکو سره د مشورو له پاره د مذاکراتو بهیر د اوږدې مودې له پاره دروي.

(ms/nz (AFP