1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د دفتر پرانيستل د تسليمېدو معنا نه لري

۱۳۹۰ دی ۲۲, پنجشنبه

طالبانود پنج شنبې په ورځ اعلان وکړ چي په قطر کي د دفتر پرانيستل ددې معنا نه لري چي د افغانستان اساسي قانون مني او د کابل له حکومت سره د جګړې څخه لاس اخلي.

https://p.dw.com/p/13iHM
وسله وال طالبان
وسله وال طالبانانځور: picture-alliance/dpa

طالبانو پخپله ويبپاڼه کي ليکلي دي چي په قطر کي د دفتر تر پرانيستلو وروسته به هم د ناټو او افغان حکومت په وړاندي له تاوتريخوالي څخه لاس وا نه خلي او خپل د جهاد سياست ته به دوام ورکړي.

د طالبانو په خبره، په قطر کي ئې ځکه د دفتر له پرانيستلو سره موافقه کړې ده چي غواړي د دې لاري له نړيوالي ټولني سره تفاهم ته ورسيږي او د افغانستان روان کړکېچ پای ته ورسوي.

په روانه مياشت کي طالبانو په ناڅاپي ډول اعلان وکړ چي په قطر کي له متحده ايالاتو سره د يوه دفتر پر پرانيستلو باندي يوې لومړۍ موافقې ته رسېدلي دي. طالبانو دغه راز له ګوانتانامو زندان څخه د خپلو بنديانو د آزاديدلو غوښتنه هم کړې وه.

که طالبان په قطر کي خپل سياسي دفتر پرانيزي نو دا به له ۲۰۰۱ کال راهيسي چي رژيم ئې د امريکايانو له خوا را و پرځول شو، لومړی رسمي دفتر وي چي له افغانستان څخه د باندي پرانيستل کيږي.

طالبانو پخپله وروستۍ بيانيه کي ويلي دي چي په قطر کي د دفتر پرانيستل د دې معنا نه لري چي طالبان دي له جهاد څخه لاس واخلي او تسليم دي شي.

د هغوی په خبره په قطر کي د دفتر پرانيستل د افغانستان د اساسي قانون له منلو سره هيڅ تړاو نه لري.

د افغانستان په جګړه کي ښکيلو غربي هيوادونو پريکړه کړې ده چي د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري به له افغانستان څخه خپل ټول جنګي سرتيري وباسي او د دغه هيواد امنيتي مسئوليتونه به خپله افغانانو ته وسپاري.

اوس نړيواله ټولنه په دې هڅه کي ده چي تر دغي مودې پوري د افغانستان لس کلني جګړې ته د سولي له لاره د پای ټکی کښېږدي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل