1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان د نورو يرغمل شويو کسانو د وژلو گواښ کوي

۱۳۸۶ فروردین ۲۰, دوشنبه

د افغان ژورناليست اجمل نقشبندي تر وژنې څخه وروسته طالبانو دا ځل د يو افغان ډاکتر د وژلو گواښ کړی دی. طالبانو ويلي چې د فرانسې د مرستندويې موسسې »تېر دانفانس« او د هغوی د درې تنو افغان کارکونکو د برخليک په اړه به دوی »په راتلونکو څو ورځو کې« پرېکړه کوي.

https://p.dw.com/p/DKAF
د افغان ژورناليست اجمل نقشبندي د وژنې عمل په نړيوله کچه په کلکه وغندل شو
د افغان ژورناليست اجمل نقشبندي د وژنې عمل په نړيوله کچه په کلکه وغندل شوانځور: AP
دغه کسان د اپريل په درېيمه نېټه په نيمروز کې برمته شوي وو. د فرانسې حکومت ويلي دي چې له افغان حکومت سره يې د يرغمل شويو کسانو په سر اړيکې ټينگې کړې دي، خو له نورو جزياتو د ورکولو څخه يې ډډه وکړه. دا په داسې حال کې ده چې د افغان ژورناليست اجمل نقشبندي د وژنې عمل په نړيوله کچه په کلکه غندل شوی دی، په تېره بيا د امريکا د متحده آيالاتو، ايټاليې او ملگرو ملتونو لخوا. طالبان د برمته شويو کسانو په مقابل کې د طالبانو د جنگياليو خوشي کېدل غواړي.