1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

طالبان: د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ منځګړیتوب کوو

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۸, چهارشنبه

طالبانو تاید کړه چې په کابل کې د دوی په منځګړیتوب د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ خبري رواني دي او دوی یې منځګړیتوب کوي. په دې خبرو کې پر لنډ مهاله اوربند هم توافق شوی.

https://p.dw.com/p/4BSxw
Afghanistan Kabul | PK der Taliban: Sprecher Zabihullah Mujahid: Mullah Mohammad Hasan Akhundzada soll Taliban leiten
انځور: AAMIR QURESHI/AFP/Getty Images

له تېرو څو ورځو راهیسې په کابل کې د پاکستان حکومت او د «ټي ټي پي» یا پاکستاني طالبانو د استازو ترمنځ د سولې مذکرات روان دي.

د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په يوه تويت کې تائید کړې ده چې دغه مذاکرات د دوی په منځګړیتوب پیل شوې دي او پرمختګ هم پکې شوی دی: »د پاکستان حکومت او د پاکستان د طالبانو د تحریک تر منځ د اسلامي امارت په منځګړیتوب په کابل کې مذاکرات ترسره شوي.»

هغه ویلي دي چې د پاکستان حکومت او ټي ټي پي ترمنځ پر لنډه مهاله اوربند هم توافق شوی دی: »د مذاکراتو په جریان کې په اړوندو موضوعاتو کې د پام وړ پرمختګ ترڅنګ پر لنډمهاله اوربند هم توافق وشو.»

Taliban
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/dpa

ویل کیږي دا لنډمهاله اوربند به د روان میلادي کال د می مياشتي تر ۳۰ نېتې پوري دوام وکړي.

دا په کابل کې دویم ځل مذکرات دي چې د افغان طالبانو په منځګړیتوب ترسره کیږي. ژورنالیست سمیع یوسفزی چې د افغانستان او پاکستان مسلې له نږدې تعقیبوي وایي، چې څو اونۍ وړاندې د کابل په انترکانتینینتل هوټل کې هم د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو استازو ترمنځ خبرې شوې وې.

یوسفزی زیاتوي، په پیل کې د پاکستاني جنرالانو او ټي ټي پي ځينې مشرانو ترمنځ د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې هم خبرې شوې وې.

که څه هم مجاهد د مذکرا کوونکو نومونه نه دي په ډاګه کړې، خو ویل کیږي چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د استخباراتي اداري پخوانی مشر او د پیښور قول اردو قوماندان جنرال فیض حمید هم کابل ته راغلی او پاکستاني طالبانو له استازو سره د پاکستان د حکومت په استازیتوب خبرې کوي.

د پاکستاني طالبانو یوه ویاند هم نن تائید کړې ده چې په افغانستان کې یې د پاکستان له حکومت سره مذکرات پیل کړې دي.

د دغي ډلې ویاند محمد خراسانی په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې په افغانستان کې د دواړو لوریو کاري کمېټو مذکرات دوام لري.

په اعلامیه کې راغلي دي چې د مسعودو قبیلې او ملاکنډ سیمې قومي جرګو په غوښتنه یې د مذکراتو په جریان کې اوربند اعلان کړ: »د مسعودو قبیلې ۳۲ کسيزي جرګې او د ملاکنډ د مختلفو قومونو یوې ۱۶ کسيزي جرګې د می مياشتي پر ۱۳ او ۱۴ نېټه د تحریک طالبان پاکستان سره لیدلي او د پاکستان حکومت دا غوښتنه یې ورسره شریکه کړې ده، چې د مذکراتو په جریان کې دې اوربند وشي.«

د رپوټونو په حواله د پاکستان حکومت د پاکستاني طالبانو دوه مشران چې له څه مودې راهیسې بندیان وو ازاد کړې دي او افغانستان ته یې سپارلې دي، خو خپلواکو سرچینو دا خبره نه ده تائید کړې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل