1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

طالبان: د پاکستان او هند د شخړې په اړه مو څه نه دي ویلي

۱۳۹۷ اسفند ۸, چهارشنبه

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دغې ډلې تر اوسه پورې د هند او پاکستان تر منځ د روانو شخړو په اړه اعلامیه نه ده خبره کړې. تر دې مخکې د طالبانو له قوله ویل شوي وو چې دغه شخړه د سولې بهیر اغیزمنولی شي.

https://p.dw.com/p/3E9yL
Russland Vertreter der Taliban in Moskau
انځور: picture-alliance/Sputnik/V. Astapkovich

ذبیح الله مجاهد د رویترز خبري آژانس ته د چهارشنبې په ورځ وویل چې «پر ټولنیزو رسنیو لاس په لاس کیدونکې بیانیه چې په کې د هند او پاکستان د نښتو په اړه د طالبانو بیان راغلی دی، ناسمه ده».

مجاهد زیاته کړې: «موږ نه دي ویلي چې د هند او پاکستان نښتې به د افغانستان د سولې بهیر زیانمن کړي. هغه اعلامیه چې پر ټولنیزو رسنیو او خبري آژانسونو شریکه شوې ده ناسمه ده.»

تر دې مخکې خبري آژانسونو د طالبانو د یوې اعلامیې په حواله ویلي وو چې دغه ډله په دې باور ده چې هند او پاکستان تر منځ روانه شخړه به د افغانستان د سولې بهیر اغیزمن کړي.

دا په داسې حال کې ده چې همدا اوس د طالبانو مرکچي پلاوی د قطر په پلازمینه دوحه کې له امریکایي استازو سره په خبرو اترو بوخت دی چې د افغانستان ۱۷ کلنې جکړې ته یوه سوله ییزه حل لاره ومومي.

افغان حکومت، امریکا متحده ایالات او هندوستان طالبان پاکستان ته نزدې بولي او ادعا کوي چې د دې ډلې مشران د پاکستان په خاوره کې پټنځایونه لري. هندوستان همداراز له ډیر وخت راهیسې اندیښمن دی چې په افغانستان کې د طالبانو د نفوذ ډیریدل به په سیمه کې د نوي دهلي ګټي له ګواښ سره مخامخې کړي. د پاکستان او هندوستان تر منځ نوې شخړې په کشمیر کې پر هندي نیمه پوځیانو باندې تر برید وروسته پیل شوې. تر هغه وروسته هندي الوتکو د پاکستان په خاوره کې هدفونه په نښه کړل چې پاکستان یې د ځواب ورکولو خبره کړې ده.

له بلې خوا بیا پاکستاني رسنیو ویلي دي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له خپل امریکایي سیال مایک پمپیو سره په تلیفوني خبرو کې روښانه کړې ده چې د هند له خوا د پاکستان د هوایي حریم تر پښو لاندې کول د افغانستان د سولې بهیر اغیزمنولی شي. د ایکسپریس تریبیون، په نوم پاکستاني رسنۍ د قریشي په حواله لیکلي دي چې پاکستان په سیمه کې د سولې او ثبات ملاتړ کوي خو نه د خپل ملي حاکمیت په بیه.