1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د کندهار محبس ته پر نغم ايستلو باندي مو ۵ مياشتي کار وکړی

۱۳۹۰ اردیبهشت ۵, دوشنبه

شاوخوا ۵۰۰ تنه سياسي بنديان د کندهار د عمومي محبس څخه د يو نغم د لاري په تښته بريالي سوي. دا په تيرو درو کلونو کښي دوهم وار دی چي د کندهار محبس څخه بنديان تښتي.

https://p.dw.com/p/113Pa
کندهار محبس
کندهار محبسانځور: dapd

کندهار والي توريالي ويسا په يوه خبري غونډه کښي دا ومنله چي د کندهار محبس څخه په سلهاوه سياسي بنديان تښتېدلي دي. د هغه په خبره چي یو تعداد يې بيرته نيول سوي هم دي.

کندهار والي زياته کړې چي بنديان د يو نغم د لاري چي تقريباً درې سوه ميتره اوږد و تښتېدلي دي.

د کندهار د عمومي محبس امر جنرال غلام دستگير ويلي چي:« تونل د کندهار محبس د جنوب لوېدځ لوري له خوا کښل سوی و چي اوږدوالی يې سلهاوو ميتره ته رسيږي. شاوخوا ۴۷۶ تنه بنديان تيره شپه ددغه تونل د لاري په تښته بريالي سوي دي.»

کندهار والي دا ومنله چي د امنيتي مسوولين او د زندان ساتونکي په خپلو دندو کښي پاته راغلي.

« د نغم کښل د يوې يا دوو ورځو کار نه دی. دا د اونۍ يا مياشتي کار هم نه دی. بلکي دا د څو مياشتو کار دی ولي موږ په دې نه يو توانيدلي چي په دې اړه استخباراتي معلومات و لرو. دا په دندو کښي د پاته راتلو نښه ده.»

خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د المان خبري آژانس ته د يو نامعلوم ځای څخه د تليفون د لاري ويلي چي ددغه زندان څخه ۵۴۱ تنه بنديان تښتېدلي چي په هغو کښي ۱۰۶ تنه قوماندانان او پاته يې ددوی جنگيالي دي.

د کندهار د پوليسو يو چارواکي وويل چي دوی اوس په دې اړه پلټنه کوي چي ايا اور پکو تر زندان لاندي د يو پخواني کاريز څخه کار اخستی او که يا نغم يې کښلی دی.

خو د طالبانو يو بل وياند ذبيح الله مجاهد بيا په يوه وينا پاڼه کي چي نړيوالو رسنيو ته لېږلې ده ويلي دي چي ددغه ۳۲۰ ميتره اوږده نغم ايستل ۵ مياشتي وخت نيولوی تر څو زندان ته ورسيږي.

د طالبانو لخوا په خپره سوې وينا پاڼه کي راغلي چي نورو زندانيانو ته مخکي له مخکي خبر ورکړل سوو و چي دوی بايد امده اوسي چي د ۴ ساعته په جريان کښي به ټوله تر دغه تونل وزي.

په وينا پاڼه کي راغلي چي زندانيان په موټرو کښي خوندي کورونو ته انتقال سوي دي.

په خپره سوې وينا پاڼه کي راغلي چي په دغه شپه د پوليسو د خبرتيا په وخت کي ځانمرگي بريدکونکي هم دې ته تيار ول چي ځانونه والوزوي تر څو بنديان خوندي را وباسي.

په تيرو درو کلنو کښي دا دوهم ځل دی چي د کندهار محبس څخه په سلهاوه سياسي او جنايي بنديان په تښته بريالي کيږي.

د ۲۰۰۸ کال د جون په مياشت کي يو ځانمرگي بريدکونکي د کندهار محبس دروازه والوزوله چي وروسته په سلهاوه سياسي او جنايي بنديان و تښتېدل.

د کندهار عمومي محبس چي اوس په ښار کي واقع دی شاوخوا ۱۲۰۰ بنديان پکښي ساتل کيږي.

دغه محبس د کندهار په سرپوزه سيمه کي چي اوس د نوي ښار يوه برخه ده چهل زينې ته څيرمه د استوگنو د کورونو او زراعتي مځکو په منځ کښي پروت دی.

وروسته تر هغه چي په ۲۰۰۸ کال کښي د کندهار د عمومي محبس څخه شاوخوا ۱۵۰۰ تنه بنديان و تښتېدل د کندهار ښار امنيتي وضع تر بل هر وخت خراب سو.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکیم