1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ږیرې، ویښتان او لباس مو په سنت طریقه برابر کړئ»

۱۴۰۰ آذر ۱۰, چهارشنبه

د کونړ ولایت اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت په لېرې پرتو سیمو کې طالبانو پر خلکو ځینې بندېزونه لګولي چې له مخې یې ځوانان نه ږیرې خریلی شي او نه هم د ورځې په مود ویښته جوړولی شي.

https://p.dw.com/p/43hUS
Videostill Taliban impose beard trimming ban
انځور: APTN

افغانستان کې د جمهوري حکومت له ړنګېدو او واک ته د طالبانو له رسېدو سره عمومي فکر دا وو، چې په عمومي ډول به د طالبانو فکر تغییر کړی وي او دوی به هغسې آزادي ولري لکه په جمهوري دولت کې چې یې لرله خو ولسي وګړي وايي دا انګېرنه یې غلطه ثابته شوه.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر پنځلسمه کابل ونیوه او په دې سره طالبان د دوهم ځل له پاره پر افغانستان حاکم شول چې تر اوسه له بېلابېلو ولایتونو پر ولسي خلکو د بېلابېلو محدودیتونو د لګونې خبرونه ورکړل شوي دي.

په دې لړ کې طالبانو د کونړ په ځینو لېرو پرتو سیمو کې د خپلو محدودیتونو پر دوام پر خلکو خصوصاً ځوانانو محدودیت لګولی، چې ږیرې دې نه خروي، ویښتان به په سټایل نه جوړوي او له سنت طریقې خلاف جامې به نه جوړوي.

د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي، چې د ځاني خوندیتوب په پار د شريف په مستعار نوم ياد شوی، دویچه ويله ته وویل، طالبانو موده وړاندې په ناړۍ او غازي اباد ولسوالیو کې ځايي سلمانیو ته خبرداری ورکړی وو، چې له سنت طریقې خلاف به کار نه کوي.

دی زياتوي: «مخکې یې ځوانانو ته ویلي وو چې ږیرې به نه خروي، ویښتان به په غربي سټایل نه جوړوي، جامې به سټایلې نه کوي او لوی ګیبي پرتوګونه به نه اغوندي...».

نوموړي وويل چې څه وخت مخکې د دوی په سیمه کې طالبانو یو ځوان له دغو محدودیتونو د سرغړونې له کبله وهلي هم وو.

هغه زیاته کړه، که څه هم په لومړیو کې د طالبانو چلن له خلکو او په ځانګړي ډول ځوانانو سره تند او سخت وو خو د وخت په تېرېدو سره اوس حالت ورو ورو عادي کېږي او اوس ځوانان د دوی محدودیتونو ته هم ډېر پام نه کوي.

شریف وايي، ځوانان د بې روزګارۍ ډېرېدو سربېره د طالبانو له خوا دا شان محدودیتونو لګولو ته هم اندېښمن دي او دا د دوی په شخصي ازادیو تېری ګڼي.

د کونړ د غازي اباد ولسوالۍ یوه اوسېدونکي هم د نوم نه خپرولو په شرط دویچه ویله ته وویل چې طالبانو په یادې ولسوالۍ کې پر خلکو خصوصاً ځوانانو ځینې بندیزونه لګولي چې له امله یې خلک اندېښمن شوي دي.

پر خواله رسنیو ځینې اخطار ډوله لیکنې خپرې شوي، چې پکې له خلکو غوښتل شوي د لمانځه پر مهال دې په ښارونو او کلیو کې دوکانونه تړي او مسجدونو ته دې ځي، که نه سزا به وګوري خو طالبانو تر اوسه د دغو غوښتنپاڼو د رد او سمي په اړه څه نه دي ویلي.

خو د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نجیب الله حنیف دغه ولایت کې پر ولسي وګړیو په ځانګړي ډول ځوانانو د ځینو محدودیتونو او بندیزونو لګولو خبره ونه منله او ویې ویل چې د طالبانو د حکومت له پیل را وروسته مرکزي او  ولایتي ادارې د بندیزونو په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.

هغه وویل: «تر اوسه کونړ کې رسماً داسې کوم حکم نه دی صادر شوی چې د بندیزونو په اړه دې پکې پرېکړه شوې  وي. نه د والي صیب له خوا او نه هم د مرکزي ادارې مشرانو له خوا. خو که د ټیټې رتبې کوم طالب چاته دا خبره لېرې پرتو سیمو کې کړې وي، کړې به یې وي خو په لویه کچه دا خبره نه ده شوې».

افغانستان کې د طالبانو د حکومت له پیل سره دغې ډلې د خپلو محدودیتونو په لړ کې پر رسنیو او د رسنيو پر کارکوونکو هم بندیزونه لګولي چې له امله یې د ځینو رسنیو د فعالیت ساحه محدوده شوې او ځینې یې آن تړل شوي دي.

طالبانو دغه راز افغانستان کې د مېرمنو فعالیتونه هم محدود کړي، هغه څه چې مېرمنې یې په تېر شلن کلن جمهوري نظام کې د دوی لویه لاسته راوړنه ګڼي.