1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبان د ۲۵ سلنه داخلي بریدونو تر شا دي»

۱۳۹۱ شهریور ۳, جمعه

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان ویلي چې ښایي هغه داخلي بریدونه چې د افغان سرتیرو له خوا د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې تر سره کیږي د یو پر څلورمې برخې تر شا د طالبانو لاس وي.

https://p.dw.com/p/15w4M
انځور: dapd

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الین تیره ورځ «پنجشنبه د ۲۰۱۲م کال د اگست د میاشتې ۲۳مه» خبریالانو ته ویلي دي چې د افغان سرتیرو له خوا پر بهرینو سرتیرو باندې ۲۵ سلنه بریدونه په افغان ځواکونو کې د طالبانو د نفوذ له امله رامنځ ته شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې پینټاگون په خپلو لومړنیو څیړنیو کې ویلي وو چې ښایي د دغه بریدونو لس سلنه د افغان ځواکونو په لیکو د طالبانو د نفوذ له امله وي.

الین له کابل څخه د ویدیوي کنفرانس په ترڅ کې خبریالانو ته وویل: «موږ فکر کوو چې دغه فیصدي ۲۵ سلنه وي.» خو کله چې له هغه څخه وپوښتل شوه چې په شمیرو کې دومر توپیر ولی دئ، هغه په ځواب کې وویل چې دغه ستونزه لا هم ډیرو څیړنو ته ضرورت لري.

هغه په خپلو خبرو کې وویل چې د یاغیانو له خوا پر بهرنیو سرتیرو باندې له بریدونو څخه د پروپاگنډ په توگه هم کار اخیستل شوی دئ، د هغه په وینا طالبانو هڅه کړې ده چې هر تر سره شوی برید په خپل نامه کړي، که هغه د سرتیرو تر منځ د خپلمنځي اختلاف له امله رامنځ ته شوي وي او که د طالبانو د نفوذ له امله.

ناټو په دې هڅه کې ده چې په یونیفورم کې د افغان ځواکونو له خوا پر بهرنیو سرتیرو باندي د تر سره کیدونکو بریدونو مخه ونیسي. په تیرو لسو ورځو کې د افغان ځواکونو له خوا پر بهرنیو ځواکونو باندې د ډزو په پایله کې شاوخوا لس تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ چې زیاتره برخه ئې امریکایي سرتیري دي.

الین زیاته کړې ده چې دغه بریدونه د یو شمیر لاملونو له امله رامنځ ته شوي دي چې نه یوازې د طالبانو د نفوذ له امله بلکې ښایې دانفرادي ویشتوونکي او یا په ټوله کې زموږ د پوځ پر وړاندې د کومې شخړې او یا د دښمنې په نتیجه کې رامنځ ته شوي وي.

د هغه په وینا د وروستیو بریدونو سلسله ښایي د افغان ځواکونو له خوا په سخته گرمې کې د روژې د نیولو او د جگړې په ډگر کي د دندې د گمارلو د فشار په نتیجه کې رامنځ ته شوي وي.

افغان چارواکو د چهارشنبې په ورځ ویلي وو چې د افغانستان د امنیتي کړیو په لیکو کې «د بهرنیو استخباراتي ادارو نفوذ» د افغان سرتیرو له خوا پر بهرنیو سرتیرو باندې د بریدونو د ډیریدو لامل دئ.

خو الین ویلي دي چې افغان دولت لا تر اوسه د ناټو سره دا معلومات نه دي شریک کړي چې دا په اثبات ورسوي چې بهرني استخباراتي کړۍ د بریدونو تر شا لاس لري. هغه زیاته کړې ده:

«موږ افغانستان ته سترگې پر لار یو چې موږ ته دغه استخباراتي معلومات راکړي چې دوی ته ئې د دغه نتیجې ته د رسیدو اجازه ورکړې ده، نو موږ بیا هله پوهیدای شو چې افغان دولت څرنگه دغه پریکړې ته رسیدلي دي او موږ بیا کولای شو چې دغه څه هم پخپلو څیړنو کې شامل کړو.»

په روان کال کې د داخلي بریدونو په ترڅ کې د وژل شوو بهرنیو شمیر ۴۰ تنو ته رسیدلی دئ.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش