1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: زموږ په استازو کي ښځي نسته

۱۳۹۸ فروردین ۲۷, سه‌شنبه

وسله والو طالبانو ويلي دي چي د دوحې په غونډه کي د دوی د استازو په ډله کي ښځي نسته. تر دې مخکي رويترز خبري آژانس د طالبانو د يوه وياند په حواله ليکلي ول چي د طالبانو د استازو په ډله کي به ښځي هم وي.

https://p.dw.com/p/3Gt7W
Taliban Extremisten Terroristen Afghanistan
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Khan

د وسله والو طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د اپريل ۱۶مه) په خپل تويتر کي ليکلي دي چي له رويترز خبري آژانس سره د ده خبري غلطي تعبير سوي دي.

هغه په درو ژبو پښتو، دري او انگليسي ليکلي دي: «ما ويلي دي چي په راتلونکي بين الافغاني کنفرانس کي به يو شمېر ښځي هم گډون کوي، لکه دا کار د مسکو په کنفرانس کي هم شوی وو. خو له امريکا سره په مذاکراتي ټيم کې د ښځو د گډون خبره موږ نه ده کړې او نه يې هم اړتيا ليدل کيږي.»

تر دې وړاندي رويترز خبري آژانس ليکلي ول چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له دوی سره په تليفوني خبرو کي وویل: «د دوحې په ملاقات کې به د طالبانو په پلاوي کې میرمنې هم حضور ولري.»

ياد آژانس لیکلي ول چې مجاهد که څه هم د دغو میرمنو د نومونو په هکله څه ونه ویل خو زیاته یې کړه چې یادې میرمنې د طالبانو د جګپوړي پلاوي له غړو سره کورنۍ اړیکې نه لري او دا چې دوی د افغانستان له داخل او دباندي څخه عادي افغان میرمنې دي او دغه میرمنې د طالبانو د تحریک د هڅو برخه او ملاتړي دي.

رويترز دغه راز ليکلي ول چې سربیره پر دې د طالبانو ویاند پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې یادې میرمنې به د افغانستان د مدني ټولنې له فعالانو او سیاسي استازو سره په خبرو کې ګډون وکړي او له امریکايي چارواکو سره به په خبرو کې برخه ونه لري.

N.Z/K.H