1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبان له داړه مارانو سره اړیکي لري»

آژانسونه۱۳۹۳ بهمن ۲۱, سه‌شنبه

د ملگرو ملتو یو نوي رپوټ وايي چې افغان طالبان د یو «بدیل حکومت» له پاره د یو سیاسي غورځنگ پر ځای، اوس ډير زیات د «لوټمارانو» په توگه عمل کوي.

https://p.dw.com/p/1EZ2Q
انځور: AP

د ملگرو ملتو یو شمیر کارپوهانو چې د وسله والو طالبانو پر ضد د بندیزونو څارنه کوي، د دوشنبه په ورځ په یوه خپاره شوي رپوټ کې ویلي دي چې د طالب جنگيالي ډیر زیات د داړه مارانو په توگه عمل کوي، نه دا چې له هغوی څخه د حکومت کولو تمه وشي.

د کار پوهانو دغه هیئت ويلي دي، داسي ښکاري چې طالبان چې له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کال پوري په افغانستان کې واکمني درلوده، اوس دي تر پخوا زیات په جنايي فعالیتونو کې ښکېل شوي وي: لکه د نشه يي موادو قاچاق، د کانونو غیر قانونی کیندل، په لویو لارو کې غلاوي کول او د پیسو د تر لاسه کولو له پاره اختطاف.

دغه هیئت خپلي څارني د یو رپوټ په بڼه د ملگرو ملتو د امنیت شورا ته وړاندي کړي دي. په رپوټ کې ویل شوي دي چې له جنایت کارو ډلو سره د طالبانو د همکارۍ لمن تر پخوا زیاته پراخه شوې ده: «د همکارۍ کچه او ژورتیا په خپل ډول کې نوې ده او هغه په جنايي جرایمو کې د نور ښکیلو ډلو او طالبانو تر منځ د لسیزو اړیکو پر بنسټ جوړه شوې ده.»

نوموړو کارپوهانو وویل چې دغه نوی تمایل «په افغانستان کې د سولي او ثبات له پاره رښتیني ناخوال عواقب لري»، ځکه دغه وضعیت د طالبانو د غورځنگ د غړو له پاره د زیاتو مالي گټو د ترلاسه کولو له پاره لاره هواروي او دا د دې سبب گرځي چې هغوی «له حکومت سره د هر ډول معقولي سیاسي روغي جوړي او پخلایني څخه مخ واوړوي.»

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي دي چې هغه غواړي په خپل هیواد کې چې له څه د پاسه درې لسیزو په جگړو او زور زیاتیو کې ډوب دی، سوله او امن راولي. هغه خپلو خلکو ته ژمنه کړې ده چې طالبان به قانع کړي چې د سولي د خبرو اترو میز ته کښېني.

دغه هیئت د ملگرو ملتو له امنیت شورا څخه غوښتنه کړې ده چې د خپلو بندیزونو او تحریمانو څخه په استفادې سره «طالبان مجبوره شي چې په جنايي فعالیتونو کې له اړیکو او ښکیلتیا څخه لاس واخلي.»

دغو کارپوهانو وویل، په داسي حال کې چې له دباندي څخه مرستي د طالبانو په مالي سرچینو کې مهم نقش لوبوي، خو هغوی د یو شمیر غیر قانوني فعالیتونو له لاري هم زیاتي پیسې تر لاسه کوي، لکه: د تاریاکو کښت، د نشه موادو تولید او قاچاق، په افغان شرکتونو کې پټي پانگي اچوي، د تور پیسو سپینول، اختطاف، له افغان سوداگرو څخه په زور پیسې اخیستل او په غیر قانوني توگه د طبعي شتمنیو ایستل او داسي نور.

په رپوټ کې د یو شمیر مشکوکو طالب قاچاقبرانو نومونه هم بربنډ شوي دي چې د نشه يي موادو په سوداگریو کې ښکیل دي. رپوټ زیاتوي چې طالبان لا تر اوسه د مرمرو په شتمن ولایت هلمند کې، د نورو قیمتي ډبرو تر څنگ د «عقیق» په استخراج لاس پوري کوي، له هغو افرادو څخه چې غواړي په بدخشان ولایت کې لاجورد استخراج کړي، په کال کې تر یو ميلیون ډالر پیسې اخلي.

دغه راز د کابل ولایت د جگدلک د «لعلو» د غیر قانوني ایستلو له پاره د امنیت ساتلو په بدل کې په ټولیزه توگه ۱۵ سلنه برخه غواړي چې عاید ېې په کال کې تر ۱۶ ميلیونو ډالرو پوري رسیږي. له دې درکه د هغوی ټول عواید په کال کې تر ۱۶ ميلیونو ډالرو پوري رسیږی.

هغوی له هغو لارو څخه چې دغه قیمتي ډبري لیږدوي هم په زور پیسې اخلي چې له دې درکه يې عاید په کال کې د ۲۴۰ تر۳۶۰ زرو ډالرو پوري رسیږي.

په رپوت کې یادونه شوې ده چې په پکتیکا ولایت کې د «کرومیت» د استخراج دوه پر دریمه برخه عاید د طالبانو په لاس کي دی.

د ملگرو ملتو په رپوت کې څارونکي هیئت وايي چې له ۲۰۰۵م کال راهيسي د نړیوالو یرغمل نیوني له امله طالبانو ته نزدې ۱۶ ميلیونه ډالر تحویل شوي دي، که څه هم طالبان ادعا کوي چې هغوی له دې درکه تر۲۰ میلیونو زیاتي پیسې تر لاسه کړي دي.