1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان لښکرګاه ته لا نزدې شوې دي

۱۳۹۵ مرداد ۲۰, چهارشنبه

افغان چارواکو ویلي دي چې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ته تازه سرتیري رسیدلي چې د دې ښار ساتنه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو وختونو کې د طالبانو لاس ته د دې ښار د لویدو اندیښنه ډیره شوې ده.

https://p.dw.com/p/1Jf47
Afghanistan - Symbolbild Soldat
انځور: Reuters/O. Sobhani

د هلمند د ولایتي شورا مشر کریم اتل، ویلي دي چې طالبانو په بشپړه توګه د هلمند مرکز، لښکرګاه محاصره کړی دی. هغه ویلي دي چې پوځ او پولیسو د ولایت له مرکز څخه خپلې لیرې پرتې پوستې پریښې دي او خپل تمرکز یې د لښکرګاه ساتنې ته اړولی دی.

دغه ولایتي چارواکي د چهار شنبې په ورځ هلمند ته د تازه سرتیرو د رسیدو خبره هم وکړه.

په هلمند کې د جګړې له کبله، لښکرګاه ته ټولې رسیدونکې لویې لارې تړل شوې دي چې د دغه وضعیت له کبله په ښار کې د خوراکي موادو بیه هم لوړه شوې ده.

طالبانو په وروستیو وختونو کې د هلمند ولایت پر ولسوالیو او مرکز باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. دغه ولایت د طالبانو او کابل حکومت له پاره لوړ ستراتیژیک اهمیت لري.