1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"طالبان همدا اوس د امريکا سره د سولي خبرو ته تيار دي"

۱۳۹۰ مرداد ۶, پنجشنبه

د افغانستان پخوانی لومړی وزير انجينر احمد شاه احمدزی وايي:« د طالبانو مشران سر د اوسه د امريکايانو سره د سولي د خبرو اترو له پاره تيار دي، که چيري امريکايان د افغانستان څخه د ټولو پوځونو د ايستلو يوه نېټه وټاکي.»

https://p.dw.com/p/125lT
انجينر احمدشاه احمدزی
انجينر احمدشاه احمدزیانځور: AP

انجينر احمد شاه احمدزي چي د ۱۹۹۵څخه تر ۱۹۹۶ د افغانستان د لومړي وزير په توګه دنده ترسره کړې، دوه کاله وړاندي يې د طالبانو د يو جګپوړي چارواکي سره د يوه امريکايي جنرال پټ ليده کاته ترتيب کړي ول.

احمد شاه احمدزي د «آيي پي ايس» سره په يوه مرکه کي ويلي چي د طالبانو د چارواکو يوې ډلي د سولي خبرو اترو له پاره خپل دريځ څو ورځي وړاندي په کابل کي ده ته وړاندي کړی.

احمدزی وايي:« هغوی ويلي همدا چي امريکان دا وايي ٫٫چي موږ د افغانستان څخه وتلو ته اماده يو٬٬ هغوی به د امريکانو سره خبرو ته کښېني.»

دغه لومړي وزير زياته کړې چي طالب چارواکو دا خبره روښانه کړې، چي دوی د امريکايانو څخه د افغانستان څخه د وتلو د کومي خاصي نيټي غوښتنه نه کوي « افغانستان څخه د وتلو مهال ويش په امريکايانو پوري تړلی دی.»

احمدزي د سولي او د جنګ په اړه په رسنيو کي د دې خبري سره هوکړه نه ده کړي، چي ګواکي د طالبانو مشر ملا محمد عمر د طالب چارواکو له لوري د افغانستان د دولت او د امريکايانو سره د اړيکو څخه نا خبره وو.

هغه پر دي خبره ټينګار وکړ، چي ملا برادر تر ملا عمره وروسته دوهم لوړپوړی چارواکی دی او همداراز يي پر دې خبره هم ټينګار وکړ چي د ۲۰۱۰ م کال په لومړي سر کي مخکي له دي چي ملا برادر د پاکستاني چارواکو له لوري بندي سي، هغه د حامد کرزي له دولت سره په لوړه کچه ليده کاته کړي ول.

احمدزی هغه ګنګوسې هم ردوي، چي ويل کيږي ددې اړيکو تر نيولو او بندي کيدو وروسته د ملا برادر اړيکي له ملا عمر سره شليدلي. هغه وايي چي برادر اوس هم ملاعمر ته نږدې کس دی او د هغه په وړاندي د ملا عمر په دريځ کي کوم تغير نه دی راغلی.

احمدزي چي لوړي زده کړي يې د انجنيري په رشته کي د امريکا په متحده ايالاتو کي کړي، د امريکايي پوځيانو سره شخصي اړيکي هم لري. هغه په ۲۰۰۹م کال کي د منځګړي په توګه د لوړپوړو طالب چارواکو سره د امريکايي جنرال ايډوارډ ايم ريډر سره ليده کاته برابر کړي ول.

د طالبانو يو چارواکي په دغه غونډه کي جنرال ريډرته ويلي ول، چي هغوی د القاعدې سره د اړيکو په پريکولو کي کوم مشکل نه لري. خو دا چي امريکا په افغانستان کي پوځي اډې ولري توافق نه وو کړی.

د طالبانو هغه چارواکي چي په کابل کي د ريډر او احمدزي سره ليدنه کړې وه د ٫٫ کويټي د شورا٬٬ غړی و. چي خپل ځان يي د ملا مين محمد په نامه ياداوه. د احمدزي په وينا د غه نوم د امنيتي دلايلو له مخي غوره سوی وو.

د احمد زي په وينا د کويټي د شورا دغه استازي جنرال ريډر ته د امریکا او طالبانو تر منځ د پخوانيو تماسونو د ناکاميدو پر سره شکايت کړی و.

ملا محمد، جنرال ريډر ته د دې خبري ذکر وکړ، چي دوه کاله وړاندي طالبانو په کندهار کي د يو امريکايي جنرال سره، چي خپل نوم يې نه وو ښودلی ليده کاته کړي ول، او دغه امريکايي جنرال د افغانستان څخه د امريکايانو د وتلو له پاره دوې غوښتني مطرح کړي وي:

« يوه دا چي طالبان دي د القاعده سره خپلي اړيکي وشلوي او بله دا چي په افغانستان کي دي د امريکا متحده ايالاتو ته د اوږدې مودې له پاره هوايي اډو ته لاس رسی ورکړل سي.»

احمدزي د طالبانو د لوړپوړي چارواکي دغه نقل ته په اشاري سره ويلي: چي د هغي جملې څخه موږ پر يوه هو کړه وکړه او پر بل نه.

وروسته بيا د کويټي شورا غړو امريکا په دې تورنه کړې وه، چي طالبانو ته يي د القاعدې شبکې سره د اړيکو په اړه چي آيا دا اړيکو وشلوو که نه څه نه وو ويلي.

ويل کيږي چي د طالبانو نمايند جنرال ريډر ته ويلي ول:« تاسو موږ ته د هو او نه ځواب را نه کړ.»

د طالبانو ددغه شکايت څخه ښکاري چي د کويټي شورا دې ته اماده وه، چي که چيري د امريکا متحده ايالات ليواله وي، دوی به اساسي خبرو ته تياری ونيسي.

جنرال ريډر د ۲۰۱۰م کال د جولای د مياشتي راپديخوا په « فورت برگ» کي د امريکا د متحده ايالا د ځانګړو قواوو قوماندان دی. د احمدزي د «آيي پي ايس» سره په دې مرکه کي د څرګندونو په اړه ليږل سوي ايميل ته کوم ځواب ونه وايه.

په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹م کلونو کي د لوړ پوړو طالب چارواکو او د امريکا متحده ايالاتو اړيکو ته په کتو سره طالبان په واضحه توګه دې نتيجې ته رسيدلي ول، چي د امريکا متحده ايالات به د طالبانو شرطونو ته د خبرو اترو له پاره غاړه کښېنږدي.

د ريډر او طالبانو ترمنځ ليده کاته د دې ښکارونديي کوي، چي طالبان نور د واشنګټن سره د خبرو اترو له پاره کومه ليوالتيا نه لري.

د سولي په خبرو اترو کي په ظاهره توګه په خپل سياست کي د بدلون راوستو سره سره طالبانو واشنګټن ته ددې خبري اشاره کړې، چي دوی حاضر دي چي د القاعدې يا بلي هري ډلي سره چي غواړي د افغانستان خاوره د امريکا پر ضد وکاروي خپلي اړيکي وشلوي.

ملا محمد عمر دغه وړانديز د ۲۰۰۹م کال د سپتمبر په مياشت کي د اختر په وياړ په يوه بيانه کي کړی وو.

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل