1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: هڅه کوو د پنجشیر ستونزه د خبرو له لارې حل شي

۱۴۰۰ شهریور ۱, دوشنبه

طالبان وايي دوی هڅه کوي چې د پنجشیر ولایت ستونزه د خبرو له لارې حل کړي. پنجشیر د افغانستان يوازینی ولایت دی چې طالبان ورباندې کنټرول نه لري.

https://p.dw.com/p/3zMke
Afghanistan PK der Taliban
انځور: Stringer/REUTERS

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د پنجشیر ولایت د دوی د ځواکونو په محاصره کې دی، خو دوی «هڅه کوي چې ستونزه د خبرو له لارې حل شي.»

پنجشیر د افغانستان يوازینی ولایت دی چې طالبان ورباندې تسلط نه لري. ويل کیږي چې د تير حکومت یو شمیر چارواکي هم په دغه ولایت کې اوسیږي. په وروستیو ورځو کې داسې رپوټونه ورکړل شول چې په پنجشیر کې د طالبانو د مخالفانو له خوا د مقاومت جبهه اعلان شوې.

د بلخ پخواني والي عطا محمد نور په یوه ويډیو کې چې پر خپلې فیسبوک پاڼې يې خپره کړې، ويلي دي چې «طالبان باید ټول شموله حکومت جوړ کړي، پرته له هغې زموږ مقاومت ادامه لري.»

د جمعې په ورځ د محمد اشرف غني د حکومت د دفاع وزیر بسم الله محمدي ادعا وکړه چې په بغلان ولایت کې ولسي پاڅون کوونکو درې ولسوالۍ، بنو، پل حصار او ده صلاح له طالبانو بیرته نیولي دي. خو مجاهد په خپل ننۍ ټويټ کې ويلي دي چې دغه ولسوالۍ په بشپړه توګه له «دښمن څخه تصفيه شوې.»

هغه زیاته کړې ده چې «دښمن په پنجشیر کې محاصره دی،» خو دوی هڅه کوي تر څو ستونزه د خبرو له لارې حل شي.

ټ/م.ک.ص./ن.ز.