1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: که ترمپ مذاکره نه کوي، پر ضد به يې جګړه وکړو

۱۳۹۸ شهریور ۱۹, سه‌شنبه

طالبانو د سه شنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې به د امریکایي ځواکونو پر ضد خپلې جګړې ته دوام ورکړي. دې ډلې زیاته کړې چې امریکا به له طالبانو سره له مذاکراتو د وتلو له کبله پښیمانه شي.

https://p.dw.com/p/3PK5k
Afghanistan Herat Taliban Kämpfer
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Khan

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، ویلي دي چې له طالبانو سره د سولې مذاکراتو بهیر پای ته رسیدلی دی.

د ترمپ دې څرګندونو ته په ځواب کې د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «موږ د اشغال د پای ته رسولو له پاره دوې لارې لرلې: لومړي جهاد او جګړه او دویمه هم خبرې او مذاکرات.»

مجاهد زیاته کړې ده: «که ترمپ غواړې خبرې پای ته ورسوي، موږ به لومړۍ لاره انتخاب کړو او هغوی [امریکایان] به ډیر ژر پښیمانه شي.»

طالبانو یوازې څو ساعته وروسته تر هغه دغه څرګندونې وکړې چې ترمپ په امریکا متحده ایالاتو کې خبریالانو ته وویل چې هیواد یې له طالبانو سره خبرې اترې پای ته رسوي.

هغه په سپینه ماڼۍ کې د مذاکراتو په اړه وویل: «له طالبانو سره خبرې مړې دي. تر هغه ځایه پورې چې موضوع په ما پورې مربوطیږي، دغه خبرې مړې [بندې] دي.»

له دې سره ترمپ هغه تړون چې ځانګړې استازي زلمي خلیلزاد يې تر نهو پړاونو وروسته پرې له طالبانو سره موافقه کړې وه، لغوه کړ.

ترمپ پر خپل تویتر ټولنیزې پاڼې باندې دا هم ویلي دي چې په تیرو څو ورځو کې یې طالبان په تیرو لسو کلونو کې تر بل هر وخت ډیر ځپلي دي: «په تیرو څلورو ورځو کې موږ خپل دښمن په تیرو لسو کلونو کې تر بل هر وخت ډیر ځپلی دی.»

ms/nz (afp)