1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: پر پاکستاني پوځ به بريدونه ودروو

سيد رياض(Reuters)۱۳۹۱ دی ۲۴, یکشنبه

پاکستاني طالبانو د شنبې په ورځ اعلان کړی دی، چې دوی به په شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځ بریدونه ودروي او خپله توجه به په افغانستان کې پر ناټو ځواکونو باندي بریدونو ته واړوي.

https://p.dw.com/p/17J5b
ADVANCE FOR RELEASE MONDAY, SEPT. 3, 2012, AT 12:01 A.M. EDT - FILE - In this Sunday, Aug. 5, 2012 file photo, Pakistani Taliban patrol in their stronghold of Shawal in the Pakistani tribal region of South Waziristan. In the Pakistani tribal regions that harbor al-Qaida and a cauldron of other jihadist groups, militants from Central Asia, China, Turkey and even Germany are growing in number, eclipsing Arabs and possibly raising new challenges not just for the U.S. but for Europe, Russia and China, say intelligence officials, analysts and residents of the area. (Foto: Ishtiaq Mahsud, File/AP/dapd)
Taliban-Kämpferانځور: AP

د رویټرز خبري آژانس د رپوټ په حواله دغه لارښوونه به د پاکستان په نورو سیمو کې چیرې چې د وسله والو یاغیانو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښتې روانې دي، نه عملي کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د پوځ په زرونو تنو سرتیري د پاکستان په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې ځای پر ځای دي. دغه سیمه له افغانستان سره گډه پوله لري.

په دغه سیمه کې وخت ناوخته د پاکستاني پوځ د سرتیرو او طالبانو تر منځ وسله والې نښتې رامنځته کیږي، خو د شنبې په ورځ د پاکستاني طالبانو د مشر حکیم الله مسود، له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې پر پاکستاني پوځ د بریدونو د درولو امر شوی دی. د رویټرز خبري آژانس په وینا د طالبانو یو قوماندان هم دغه خبره تائید کړې ده.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې پاکستاني او افغاني طالبان د ملا محمد عمر تر مشرتابه لاندې سره یو دي. خبر پاڼه زیاتوي: «دښمن نه غواړي چې موږ د هغوی پر وړاندې منظم او متحد وویني او هڅه کوي چې موږ له یو بل څخه جلا کړي.»

په شمالي وزیرستان کې پاکستاني طالبانو له یو شمېر نورو یاغي ډلو سره ائتلاف کړی دی، چې د پاکستان د دولت پر وړاندې وجنگیږي.

د طالبانو په منځ کې بیلتون

د طالبانو یو شمیر قوماندانان پر دې خبره سره یوه خوله نه دي چې د هغوی د بریدونو هدف د پاکستان دولت دی او که د ناټو ځواکونه. دغه اختلاف هغه وخت رابرسیره شو کله چې تیر کال د نوامبر په میاشت په سویلي وزیرستان کې د طالبانو پر یو مهم قوماندان ملا نذیر باندې د یوه ناکامه ځانمرگي برید هڅه وشوه. د رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې وړاندې لیکي چې ملا نذیر، د پاکستان له پوځ سره د سولې یو تړون لاسلیک کړی وو او په عین وخت کې یې په افغانستان کې د ناټو پر ځواکونو د بریدونو ملاتړ کاوه.

رویټرز زیاتوي، داسې گومان کیږي چې پر ملا نذیر باندې د شوي برید تر شا د نورو رقیبو طالب قوماندانانو لاس وو. تر دغه برید وروسته د وزیرو قبیلې مسود قبیلې ته د سیمې د پرېښودو امر کړی وو.

ملا نذیر په روانه میاشت کې د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو، خو دا خبره لا تر اوسه روښانه نه ده چې د هغه ځای ناستی به هم د هغه تگلاره تعقیب کړي او د وزیر او مسودو قبیلو تر منځ به اړیکي څه رنگه وي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د پوځ چارواکو هم د رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې د مسود او د هغه د مرستیال تر منځ هم ترینگلتیا موجوده ده. که څه هم دغه دواړه کسان په نزدې وخت کې په یوه ویډیو کې راڅرگند شوي ول، چي دغه تورونه رد کړي.