1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبان په ټاکنو کي د خنډ توان نه لري»

نجيب الله زيارمل۱۳۹۲ اسفند ۱۹, دوشنبه

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چي د ولسمشرۍ ټاکنو د گډوډۍ په اړه د طالبان گواښ بې له تبليغاتي بڼي بله څه نه لري. طالبانو د ټاکنو پر کارکوونکو، رايه ورکوونکو او امنيتي ځواکونو باندي د بريد گواښ کړی دی.

https://p.dw.com/p/1BMob
انځور: Getty Images

په افغانستان کي وسله والو طالبانو د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د مارچ ۱۰) په يوه اعلاميه کي چي رسنيو ته د برېښناليک له لاري لېږل سوي دي ويلي دي چي جنگيالي به يې په خپل ټول توان سره تلاښ وکړي چي د راتلونکي کال د حمل مياشتي د ۱۶ نېټې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو ټاکني گډي وډي کړي.

د دغي ډلي په اعلاميه کي راغلي دي: «موږ خپلو ټولو مجاهدينو ته لارښوونه کړې ده چي له خپلو ټولو امکاناتو څخه په استفادې سره د ټاکنو پر کار کوونکو، رابلوونکو، رايو ورکوونکو، انتخاباتي فعالانو، انتخباباتي دفترونو او امنيتي ارگانونو باندي يرغلونه وکړي، څو دغه شرموونکي انتخابات گډ وډ کړي.»

خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت بيا وايي چي د طالبانو دغه گواښ به جدي نه ونيسي، ځکه په خبره يې د طالبانو دغه اعلاميه عمومي ذهنيت او په ټاکنو کي پراخ گډون ته د صدمې رسولو له پاره خپره سوې ده.

د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال محمد نجيب دانش له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل: «موږ جمهوري رياست ته د کانديدانو د انتخاباتي کمپاين په شپږمه او د ولايتي شوراگانو د کمپاينونو په دوهمه اوونۍ کي يو. په دغو انتخاباتي مبارزو کي له ۵۰۰ څخه تر ۶۰۰ تنو هيوادوالو برخه اخيستې ده. او تقريباً په ټولو ولايتونو کي تر۵۰۰ زيات کمپاينونه ترسره سوي دي، خو دغه ډله تر اوسه د هيڅ ډول تخريبي عمل په ترسره کولو سره توانېدلې نه ده.»

وسله والو طالبانو دغه راز افغان وگړو ته گواښ کړی دی چي د رايو ورکولو مرکزونو ته په ورتگ سره خپل ژوند له خطر سره مخامخ نه کړي. دغي ډلي راتلونکي ټاکني «امريکايي دسيسه» بللې ده.

خو يو شمېر افغانان وايي، له دې سره سره چي په ټاکنو کي د وسله والو ياغيانو د احتمالي بريدونو اندېښنه لري، بیا به هم په ټاکنو کي گډون وکړي. په افغانستان کي د ښځو يوه فعاله مهرانگير کيانوش وايي: «د سرنوشت ټاکلو له پاره بايد موږ له ملي ارداې څخه کار واخلو. هغه چي طالبان يې غواړي هغه د يوه وگړي د حق صلبول دي.»

څه موده مخکي د زابل ولايتي شورا ته کانديداو وويل چي د دغه ولايت هيڅ يوې ولسوالۍ ته د خپلو کمپاينونو له پاره سفرونه کولای نسي. خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چي يوازي د هلمند، کاپيسا، ننگرهار او غزني ولايتونو کي څلور ولسوالۍ بې امنه دي چي پکښې د عادي ژوند د پيلولو له پاره عمليات روان دي.