1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: که بندیزونه لیرې نه شي مهاجرت به ډیر شي

۱۴۰۰ مهر ۲۱, چهارشنبه

په افغانستان کې د طالبانو نوي حکومت امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې ته خبرداری ورکړی چې که چیرته پر افغانستان وضع شوي بندیزونه لیرې نه شي نو له دې هیواد څخه به مهاجرتونه لا ډیر شي.

https://p.dw.com/p/41cyC
Afghanistan Taliban-Vertreter führen in Doha Gespräche mit US-amerikanischen und europäischen Delegierten
انځور: Stringer/REUTERS

په افغانستان کې د طالبانو د نوي حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي، په دوحه کې غربي دپلوماتانو ته ویلي چې «یو کمزوری کیدونکی افغان حکومت د هیچا په ګټه نه دی» دا ځکه چې په خبره یې د دې کار منفي اغیز به په «امنیتي برخه کې ټوله نړۍ اغیزمنه کړي او له اقتصادي پلوه به له دې هیواده مهاجرتونه ډیر شي».

طالبانو د اګست په نیمايي کې د افغانستان پخوانی حکومت ړنګ کړ او واک یې په خپل لاس کې واخیست. دغې ډلې واک ته له رسیدو سره سم، د جګړې د پای خبر ورکړ خو بیا هم په دې جګړه ځپلي هیواد کې بشپړ امنیت حاکم نه دی. په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې اوس خپلو بریدونو ته شدت ورکړی دی، داسې یوه ډله چې طالبانو یې د لمنځه وړلو هوډ څرګند کړی دی.

د اسلامي دولت یا داعش ډلې د ګواښونو سربیره، په افغانستان کې د طالبانو ډله له نورو ستونزو سره هم لاس او ګریوان ده. د دې هیواد په بانکونو کې پیسې په ختمیدو دي او اقتصادي راکړه ورکړه کم رنګه شوې ده. افغانان تر بل هر وخت اوس له بې کارۍ شکایت کوي.

د سه شنبې په ورځ د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د امیر خان متقي له قوله راغلي: «موږ نړیوال هیوادونه هڅوو چې وضع شوي بندیزونه لیرې کړي او بانکونو ته اجازه ورکړي چې خپل عادي کارونه ترسره کړي څو خیریه او نړیوال سازمانونه او همدا راز حکومت د خپلو زیرمه شویو پیسو او نړیوالو مالي مرستو پرمټ خپلو کارمندانو ته معاش ورکړي.»

اروپايي هیوادونه په ځانګړې توګه له دې اندیښمن دي چې که چیرته د افغانستان اقتصاد سقوط وکړي، ګڼ شمیر افغانان به یو ځل بیا اروپايي هیوادونو ته مهاجرتونه پیل کړي.

بل لوري ته امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې ویلي چې دوی په افغانستان کې د بشري مرستو د اقداماتو ملاتړ ته چمتو دي خو طالبانو ته د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د خوندیتوب له ضمانتونو پرته د مستقیمو مرستو د ورکړې په برخه کې له شک او تردید سره مخامخ دي.

اروپايي ټولنې په دې وروستیو کې له افغانستان سره د یو میلیارد یورو په ارزښت د بشري مرستو اعلان وکړ. د اروپايي ټولنې د کمیسیون مشرې اورزولا فون دیر لاین ټینګار وکړ چې دغه مرسته به یا د افغانستان له ګاونډیو سره وشي او یا به د طالبانو د حکومت له دخالت پرته په مستقیمه توګه افغانانو ته ورکړل شي. هغې وویل چې له افغان مسوولینو سره یې د ښکیلتیا په برخه کې شرایط له لومړي سره روښانه کړي دي.

طالبان تل ټینګار کوي چې هغوی د مدني حقونو فعالانو ته کوم کواښ نه رامنځ ته کوي او د ځینو ښځو په ګډون یې د حکومت پر کارکوونکو باندې غږ کړی دی چې خپلو دندو ته ستانه شي. دا ډله همدار راز روښانه هوډ ښيي چې د اسلامي دولت پر ضد به جګړه کوي او په افغانستان کې به ثبات رامنځ ته کوي.

خو پر دې هر څه سربیره هم نجونو ته اجازه نه ورکول کیږي چې له شپږمه په لوړ ټولګي کې زده کړې وکړي. نورې ښځې بیا شکایت کوي چې طالبانو د خبریالي په څیر دندو پریښودو ته اړ کړې دي.

د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې بیا وضعیت او د آزادیو کچه سره توپیر لري. د بیلګې په توګه په کندز او مزارشریف ښارونو کې نجونې اجازه لري چې تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې وکړي. په هرات کې بیا طالبانو یو ځل بیا د خپلو سختو سزاګانو تطبیقول پیل کړې دي چې خلکو ته د هغوی د حاکمیت سخته دوره ور په یاده وي. په همدې ولایت کې بیا لږ تر لږه په دوو مواردو کې د دوو شکمنو کسانو جسدونه په عام محضر کې ځړول شوي هم دي. په یوې بلې پیښې کې بیا طالبانو په هرات کې یو شکمن غل وهلي هم دی. عیني شاهدانو ویلي دي چې طالبانو د سیمې له نارینه اوسیدونکو هم غوښتي دي چې د دې کس په وهلو کې برخه واخلي.