1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالباو د کوچنيانو جذبولو ته زور ورکړی»

آژانسونه/ زيارمل۱۳۹۴ بهمن ۲۸, چهارشنبه

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان په يوه تازه رپوټ کي وايي چي وسله وال طالبان د کوچنیانو جذبولو ته دوام ورکوي. د دغه راپور له مخي طالبان دغو کوچنيانو ته په ديني مدرسو کي جنگي زده کړي ورکوي.

https://p.dw.com/p/1Hwec
Afghanistan Kinder Waffen
انځور: T. Mahmood/AFP/Getty Images

د بشري حقونو د څار سازمان د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د فيبرورۍ ۱۷مه) د دغه راپور په خپرولو سره ويلي دي چي په ۲۰۱۵م کال کي يوازي په کندز ولايت کي نژدې ۱۰۰ کوچنيان طالبانو جذب کړي او د ماشوم جنگيالي په توگه ئې جنگولي دي.

د دغه سازمان د افغانستان د برخي مسولي پاتريسيا گوسمن، ويلي دي چي د طالبانو دغه غير قانوني ستراتيژي چي کوچنيان د جنگ له پاره جذبوي ډېره ظالمانه هم ده. هغې ويلي دي: «افغان ماشومان بايد ښوونځيو ته ولاړ سي او په کورونو کي له خپل مور او پلار سره وي، نه دا چي د طالبانو په ياغيتوب کي استثمار او له خطر سره مخامخ سي.»

د بشري حقونو د څار سازمان د هغو ۱۳ تنو کوچنيانو له دوستانو سره خبري کړي دي چي تير کال وسله والو طالبانو استخدام کړي دي او د هغوی ادعاوي ئې د مدني ټولنو له استازو، سياسي څېړونکو او ملگرو ملتونو سره د خبرو له لاري ارزولي دي.

د دغه سازمان په رپوټ کي راغلي دي چي طالبان دغه کوچنيان په ديني مدرسو کي روزي. دغو کوچنيانو ته په مدرسو کي دا زده کړي چي وسله څرنگه کارول کيږي، بمب څرنگه جوړ او ځای پر ځای کيږي ورکول کيږي.

په راپور کي زياته سوې ده چي دغو مدرسو ته تر ډېره غريبي کورنۍ خپل اولادونه لېږي، ځکه پکښې خواړه او کالي ورکول کيږي.

ويل سوي دي چي په دغو مدرسو کي زده کړي له شپږ کلنۍ څخه پيليږي او جنگي لیکو ته اکثره جذب سوي کوچنيان له ۱۳ کلنۍ تر ۱۷ کلنۍ پوري دي.

خو د کوچنيانو او وسله والو شخړو په برخه کي د ملگرو ملتونو استازي ليلا زورگی، ويلي دي، داسي راپورنه هم سته چي طالبانو په کندز ولايت کي ۱۰ کلن ماشومان هم جنگ ته لېږلي دي.

د نړيوالو قوانينو له مخي جنگي ليکو ته د ماشومانو جذبول او يا د ماشوم عسکر په توگه استخدام منع دئ.

د ملگرو ملتونو د راپور له مخي تيرکال د افغانستان په جنگ کي د کوچنيانو تلفات په سلو کي ۱۴ سلنه زيات سوي. په دې سره نو په افغانستان کي په جنگ کي د مرگ ژوبلي هر څلورم يو ماشوم دئ.