1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طاهر القادري خپل احتجاج پای ته ورساوه

سید ریاض (AFP, Reuters, dpa)۱۳۹۱ دی ۲۹, جمعه

د پاکستان حکومت هغه ټاکنیز اصلاحات منلي دي چې یوه دیني عالم طاهرالقادري، یې وړاندیز کړی وو. اوس داسې اټکل کیږي چې ښایي په پاکستان کې پارلماني ټاکنې تر خپل ټاکل شوي وخت مخکې تر سره شي.

https://p.dw.com/p/17MmL
انځور: picture alliance / dpa

تر هغه وروسته چې د پاکستان دولت د ښاغلي القادري وړاندیزونه ومنل، هغه هم خپل څلو ورځینی مارش پای ته ورساوه. د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې د پارلمان د ودانۍ تر څنگ په زرګونو احتجاج کوونکو له دې کبله خوښي څرگنده کړه.

طاهر القادري د پنجشنبې په ورځ په اسلام آباد کې وویل: «موږ یوه توافق ته رسیدلي یو. زه تاسو ته مبارکي وایم. نن د پاکستان د خلکو د بریا ورځ ده. تاسو خپلو کورونو ته په سوله ییزه توگه لږه څرنگه چې راغلي وی، بیرته ستانه شئ.» تر دغه توافق وروسته د پاکستان د اطلاعاتو وزیر هم احتجاج کوونکو ته مبارکي وویله.

د رویترز خبري آژانس د رپوټ په حواله د پاکستان د اطلاعاتو وزیر قمرزمان کائره، د طاهر القادري په زرگونو پلویانو ته وویل: «دا ستاسو بریا ده. دا د قادري بریا ده. دا زما بریا ده او دا د ولس بریا ده. دا د پاکستان اصلي څیره ده.»

د پاکستان حکومت له طاهرالقادري سره تر څو ساعتونو خبرو اترو وروسته یوه جوړ جاړي ته ورسید. د دغه جوړجاړي له مخې د پاکستان حکومت باید د مارچ میاشتې تر ۱۶مې نیټې مخکې پارلمان منحل کړي. تر دې نیټې وروسته به په پاکستان کې یو مؤقت حکومت رامنځ ته شي چې دنده به یې په ۹۰ ورځو کې د پارلماني ټاکنو په لاره اچول او د دغه بهیر څارنه وي.

که څه هم طاهر القادري خپل مارش پای ته رسولی دی، خو د هغه ټولې غوښتنې د دولت له خوا نه دي منل شوي. په اصل کې القادري غوښتي وو چې پارلمان په عاجل ډول منحل شي. تر دې مخکې د مارچ د میاشتې ۱۶مه نیټه د پارلمان د منحلیدو له پاره په پام کې نیول شوې وه.

تر دې دمخه د پاکستان حکومت له طاهر القادري سره د خبرو اترو په موخه یوه جرگه گۍ ټاکلې وه. د دغې جرگه گۍ مشري د مسلم لیگ د ډلې مشر چوهدري شجاعت حسین، کوله. پر دې سربیره په دغه جرگه گۍ کې د پیپلز گوند او دعوامي نشنل ګوند یو شمیر غړی هم شامل ول.

د سویلي آسیا د چارو د کارپوهې شامله چوهدري، د فرانسې له خبري آژانس سره په یوه مرکه کې ویلي دي: « د پاکستان پیپلز گوند غوښتل چې دا امتیاز تر لاسه کړي چې د پاکستان په تاریخ کې لومړنی حکومت وي چې خپله ټاکلې موده یې پورې کړې وي. له تخنیکي لحاظه که چیرې حکومت د مارچ تر شپاړسمې نیټې مخکې [د پاکستان] پارلمان منحل کړي، نو [پاکستان پیپلز ګوند] به خپل هدف ته و نه رسیږي.»

د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې د طاهر القادري د مارچ تر پایه ته رسیدو وروسته اوس وضع یو څه آرامه شوې ده.