1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ظاهر د ساز او آواز په لټه کي

۱۳۸۹ بهمن ۵, سه‌شنبه

ظاهر لا پېنځه کلن وو چي پلار ېې د مزارشريف د ښار يو هنرمند، چي د مزاريانو د خوښيو په غونډو کي به ېې سندرې ويلې کاله ته را وباله او له هغه ېې وغوښتل چي دده زامنو ته د هارمونيې غږول ور زده کړي.

https://p.dw.com/p/QvCF
هويدا د يارانو سرهانځور: DW

له اوه کلنۍ وروسته، سره له دې چي هارمونيه ېې ږغولای سوای، مگر بيا ېې هارمونيه ونه غږوله. د يوې مړۍ ډوډۍ موندنې، ظاهر د هارمونيې ږغولو ته پرېنښود. ددنگ او نري ماشوم لاسونو بايد خپل کاله ته يوه مړۍ ډوډۍ راوړې وای.

هارون شاه، د دربار د وزير زوی د ظاهر ټولگيوال وو. کله چي نوموړی په دوهمه نمره بريالی سو نو خپل ټولگيوال ېې په پغمان کي د مېلمستيا لپاره راوبلل. په همدغه ځای کي ظاهر او کبير د لومړي ځل لپاره هارمونيکا او شپېلۍ ولېدله. په هماغه ورځ ېې له څو ساعتو وروسته وکولای سول په هارمونيکا کي د « آهسته برو» سندره وږغوي.

کبير د موسيقۍ دواړه آلات کور ته راوړل او وروسته هارون دواړه آلات ور وبخښل. په پينځم ټولگي کي وو چي د شپېلۍ څښتن شو. ظاهر غوښتل د ژوندانه کيسې او ترخې شېبې له شپېلۍ سره او د شپېلۍ د سوز له لاري ووايي، غوښتل ېې د ليواله سوز کړېکه «فرياد» د شپېلۍ له ستوني وباسي؛ نوی ېې د شپېلۍ په غږولو پيل کړی وو چي گاونډيانو شکايت وکړ ښايي د شپېلۍ غږ کورته مار راولي.

له کاله دباندې ووت او د خواجه صفا ارغوانزار ته ېې پناه يووړه، د خواجه صفا د دنگو څوکو له سره به ېې سهار ماښام د مجنون د خونړي زړه کړېکه د شپېلۍ په ژبه را اېستله او کرارکرار د موسيقۍ نړۍ ته نېږدې کېده.

په دې لاره کې دوېم گام د ماندولين تر لاسه کول ول. يو تن خپلوان د هغه وخت د شوروي له سفره نوی راغلی وو او له ځان سره ېې يو ماندولين راوړی وو،نوموړي له ماندولين څخه کار نه اخېست، کله چي د ظاهر مينه ېې له شپېلۍ سره ولېدله نو خپل ماندولين ېې ظاهر ته ورکړ.

د دغه باد راوړي غنيمت په تر لاسه کولو له موسيقۍ سره د هغه مېنه نوره هم زياته شوه. د ماندولين په غږولو کي د هغه وړتيا ددې لامل سوه چي دغه د اووم ټولگي زده کوونکي، د استقلال د ليسې کنسرتونو ته لاره پرانېزي.

د « معارف د جشن » په ورځ به د ښوونځيو زده کوونکو د نورو هنري نندارو ترڅنگ کنسرتونه هم تر سره کول. يو کال وروسته، کله چي د تنکيو ځوانانو يوې ډلي د يوې سندري په ويلو کي له يو بل سره سيالي کوله د ټولو پام د ظاهر رسا ږغ ته واوښت. په دې توگه ظاهر شپاړلس کلن وو چي د موسيقۍ په ويلو ېې پيل وکړ. ظاهر هم د څو تنو نورو زده کوونکو په څېر چي په کنسرتونو کې ځلېدلي ول راډيو ته لاره وموندله او خپله لومړۍ سندره ېې (2) د عبدالجليل ځلاند تر لارښووني لاندي د کليوال له آرکستر سره ثبت کړه، د کليوال د آرکستر مشر نامتو او پيژندل شوي رباب غږوونکي استاد محمد عمروو. له هغه وروسته ېې له عزيز آشنا سره ملگرتوب پېل سو چي راډيو ته د آماتور د آرکستر د جوړولو په موخه راغلی وو او په دې ډول په ۱۳۴۲ لمريز کال کي د شپږو تنو په گډون د آماتور د آرکستر بنسټ کېښودل شو.

د آماتور د آرکستر له لارې وو چي ظاهر هويدا لومړي په کابل او وروسته په ټول افغانستان کي د نامتووالي لوړو پوړيو ته په لنډ وخت کي وخوت. ددغه آرکستر نوم دومره پراخه خپور سو چي ان د دربار دروازې ېې وټکولې او د محمد ظاهرشاه د زوی شهزاده نادر د واده په درېمه شپه ېې د دلگشا په ماڼۍ کي د پاچا، ملکې او مېلمنو تر مخ سندريزه ننداره وړاندي کړه.

د سپين زرهوټل به ښاريانو ته د روژې د مبارکي مېاشتي په اوږدو کي د دېرشو شپو لپاره په پرله پسې توگه سندريزي نندارې وړاندي کولې. دغه امکان هغو ځوانانو ته ستره لاسته راوړنه وه چي، د موسيقۍ په هېڅ رسمي ښوونځی کي ېې زده کړې نه وې کړي او يا ېې د موسيقۍ په هېڅ دوديز پوهنځی کي د کوم استاد تر مخ زنگون نه وو وهلی، دوی يوازي د نوښت تږي ول.

وروسته، ظاهرهويدا هم د نورو همکارانو له منځه چي خپل کار ېې د آماتور د آرکستر له لاري پيل کړی وو او يا ېې له آرکستر سره خپل کار ته دوام ورکړی وو، په يوې ځلاندي څيرې بدل او نوم ېې په هر لور او گودر خپور سو.

کمرباريک « نرۍ ملا»

په کابل کي د شاعر او تصنيف جوړوونکي« عبدالاحد ادأ» په کور کي وو چي هويدا له « حبيب الله بلور» سره آشنا سو. د ايران د غېږ نېوني د ملي ډلي نامتو مشر او لارښود «بلور» هغه نوموتی سړی وو چي د « علي رضا تختي» په څېرغښتلی غېږنېوونکی د هغه د شاگردانو په ډله کي راته. بلور د غېږ نېوني ترڅنگ په سينمايي فلمونو کي هم ونډه لوبوله.

نوموړي له هويدا وغوښتل چي ايران ته ولاړ سي. دوې درې مېاشتې نه وې تېري سوي چي د دربار د تشريفاتو د رﺋـيس « شيرعلومي» له لاري ېې د ايران له سفير سره پېژند گلوي وسوه. شيرعلومي په خپل کور کې يوه مېلمستيا جوړه کړې ول، په همدغه مېلمستيا کي ېې د سفير جهانگير تفضلي په غوښتني، چي د شعر په نړۍ کي ېې د خراساني تخلص درلود څو سندري وويلې او ددغو سندرو په منځ کي، د هغه نامتو سندري « مرا ببوس» هم ځای درلود. تفضلي، ظاهرهويدا ته وويل:

« يو ځل ايران ته هم راشـﺊ، گومان نه کوم چې پښېمانه به سـﺊ»

ليکونکی: يما ناشر يکمنش

پښتو ژباړه: ډاکټر هلمندوال