1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عادلانه وېش که اقتصادي وده

۱۳۸۸ آذر ۱۹, پنجشنبه

نن لږ ترلږه د مطلقو ارقامو له مخه ډير هغه انسانان د مځکي پر سر ژوند کوي، چي هر ورځ په نس ماړه دي، کار لري او له روغتيايي خدماتو څخه برخه من دي او تعليمي امکاناتو ته لاس رسي لري، نسبت 43 کاله مخکي...

https://p.dw.com/p/KzDW
په ډيرو هيوادونو کي خلک يوه ګوله ډوډۍ نه لري
په ډيرو هيوادونو کي خلک يوه ګوله ډوډۍ نه لريانځور: picture-alliance/ dpa/dpaweb

د نړۍ په ځينوسيمو او هيوادنو کي په تيرو څلور لسيزو کي د ټولنيزحقوقو د تړون په پلي کولو کي آن ډير ستر ګامونه اخيستل سوي دي.خو د دي پرمختګونو سره سره نن د 1966 کال په پرتله دځمکي پر سر ډير هغه انسانان ژوند کوي،چي د ملګرو ملتو د تعريفونو له مخه، بي وزلي دي، له لوږي رنځ وړي او د هغوي ټولنيزو، اقتصادي او کلتوري حقوقو د عمل جامه نه ده اغوستې. دا نه يواځي د مطلقو ارقامو لپاره، بلکه تر ډيري زياتي کچي د 1960 لسيزي د پاي څخه را په دي خوا د نړۍ د دوه برابره شوي نفوس د تناسب سره هم صدق کوي.

دا چي د نړۍ پر سر آيا عدالت واکمن دی، نه يواځي د عيني ارقامو يوه پوښتنه ده، بلکه د احتمالي انګيرنو او دې ورته امکاناتو هم. ډيری هغه کسان چي وږي هم نه دي او د هغوي ټولنيزی او اقتصادي اساسي اړتياوي تر يوي کچي لږه تر لږه خوندي هم دي، بياهم احساس کوي چي له هغو سره د بيعدالتي چلند کيږي.

دا په دي وجه چي د سړي جګړي د پاي څخه را په دي خوا د نړيوال کيدو د پايلو په نتيجه کي د نړي د شتمنيو د ويشي عدالت په حيراونکي توګه بدلون موندلي دي. په نړيوالي کچي نه يواځي د ځمکي د شمال او جنوب تر منځ، بلکه د ملګرو ملتو په 192 غړو دولتونو کي د شتمنو او بي وزلو تر منځ واټن ډير زيات اوږد شوي دی. او د مدرنو رسنيو په نړي کي ډيري وخت د يو کوچني اقليت شتنمي نور زياتي د بي وزلو او د له پام څخه غورځول شوو مليونو خلکو په مخ کی پټ پاتي کيداي نه شي.

په ډيرو دولتونو کي سياستوالان، د شرکتو خاوندان او کارګري اتحاديي داسي ښکاره کوي چي ګواکی ټولنيز او اقتصادي عدالت د اقتصادي ودي له لاري اعاده کيداي شي. دا ډول فکر او انګيرنه له دري لحاظه ځان غولول دي او ډير سخت ګواښ ورکونکي تصور:لومړي: په دي وجه چي اقتصادي وده په يواځيتوب سره هيڅکله ضمانت نه شي کولي چي د ټولنيز ناخالص عايد دی په عادلانه توګه وويشل شي او نه هم د کار د موندلو ضمانت کوي.

دوهم: د نړي د اشباع شوو بازارنو د وضعيت په پام کي نيوني سره، اقتصادي وده تر اوسني کچي نور زيات ميدان په مخکي نه لری او دريم: هغي يوي اقتصادي ودي ته چي تراوسه پوري د طبيعي منابعو او د چاپيرال د ويجاړولو په قيمت لاس ته راغلي، نور زياتي بايد اجازه پيدا نه کړي. د اقتصادي ودي دغه 30 کلن زوړ فکر نور بايد زياتي د ځمکي د تودوخي پر کړکيچ باندي لاس برتوب پيدا نه کړي. دغه نوي کړکيچ د عدالت او د ملګرو ملتو د ټولنيزپلان پر سر د بحث لپاره يو نوي محيط برابروي. دا د دي معني نه ده چي د چاپيريالي د ناڅاپي ننګونو په وجه ټولنيزي پوښتني بي اهميته وګنلي شي. کاملا باالمقابل! دا پوښتني اوس تر بل هر وخته د ځواب غوښتنه کوی او په بشپړه توګه سم او پريکړن ځواب.

دا چي د چاپيريال ساتني کار پوهان او فعالين نعري وهي چي د خداي په لحاظه د ځمکي د نوری زياتي تودخي مخه ونيسي او هغه تر دوو درجو ساتني ګرید راټيټه کړي، پر ځای غوښتنی دی. دا غوښتني هغه وخت پوره کيداي شي چي د ځمکي د شمال د برخي صنعتي دولتونه ژر تر ژره او په مشخصه توګه د نړيوال اقليمي عدالت په وړاندي ځان مکلف وګني، معني دا چي تر 2050 کال پوري هر انسان په اعظمي توګه يواځي په کال کي دوه تُنه کاربن داي اکسايد هوا ته ودوړي. دغه هدف لاس ته راتلي شي. خو په دي شرط چي د انرژي په استفاده کي ستر بدلون راشي او ټولو منابعو ته د لاس رسي عدالت تأمين شي، هم په ملي او هم نړيواله کچه.

Zumach, Andreas/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل