1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عام افغانان د ستراتیژیک سند په هکله څه وايي؟

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۳, چهارشنبه

افغانستان او امریکا د چهارشنبې په شپه د ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک کړ. د دغه سند له مخې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د امریکا او افغانستان اړیکې تعریفیږی.عام افغانان د دې سند په اړه بیلابیل نظرونه لري.

https://p.dw.com/p/14o82
انځور: DW

یو شمیر افغانان وایي چې ستراتیژیک سند د افغانستان د راتلونکې له پاره له اهمیته ډک دﺉ او د دې سند له امضأ کیدو سره به د افغانستان ډیرې ستونزې له منځه ولاړې شي خو یو شمیر نور بیا وایي چې ستراتیژیک سند یوازې د امریکا په ګټه دﺉ او د افغانستان له پاره کومه فایده نه لري.

د بلخ و ولایت د مزارشریف د ښار اوسیدونکی مسعود وايي چې د ستراتیژیک سند امضأ کیدل د افغانستان له پاره ډیر اهمیت لري ځکه چې د هغه په خبره افغانستان کولای شي چې د دغه شان سندونو له لارې او د خپلو نړیوالو ملګرو په ملاتړ د خپلو ګاونډیو د لاسوهنې مخه ونیسي:

«اوس د افغانستان له پاره د ستراتیژیک سند لاسلیکول ډیر ضروري دﺉ. ځکه چې د افغانستان پولیس په کافي اندازه پیاوړي نه دي او گاونډي هیوادونه په دغه هیواد کې ډیره لاسوهنه کوي.»

مسعود وایي کله چې افغانستان له امریکا سره ستراتیژیک سند لاسلیک کړي نو دا هیواد به د خپلو گټو له پاره په افغانستان کې د سیمې د هیوادونو د لاس وهنې مخه ونیسي. مسعود د افغانستان راتلونکې ته خوشبینه دئ او وایي چې د دې سند له لاسلیکیدو سره به د افغانستان امنیتي وضعیت د پخوا په پرتله ښه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د مزارشریف یو بل اوسیدونکی محمد واسع بیا وایي چې امریکا دغه ستراتیژیک سند یوازې د خپلو گټو له پاره لاسلیک کړی دئ. هغه زیاتوي چې امریکا په سیمه کې یو لړ اهداف لري او غواړي د دې سند د لاسلیکولو له لارې ئې تر لاسه کړي:

«امریکا دا ستراتیژیک سند د افغانستان له پاره نه دئ امضا کړی. هغوی دغه سند یوازې د خپلو گټو له پاره لاسلیک کړی دئ. امریکا غواړي له دې لارې خپل اهداف سر ته ورسوي.»

د کندهار ولایت اوسیدونکی عبدالله، بیا وايي چې امریکا په تیرو څو کلونو کې په افغانستان کې ټولې هڅې د دې له پاره کولي چې دغه شان یو سند لاسلیک کړي. د عبدالله په خبره اوس چې امریکا خپل هدف ته رسیدلې ده باید په افغانستان کې سوله ټینگه کړي.

په همدې حال کې یو شمیر افغانان وایي چې هغوی د ستراتیژیک تړون په اړه د فکر کولو وخت نه لري او تل په هڅه کې دي چې د خپلو اولادونو له پاره حلاله ډوډۍ پیدا کړي. د کندهار په ښار کې یو قصاب چې نعمت الله نومیږي وایي چې پخپل کار باندې بوخت دئ او پر امریکا کار نه لري:

«موږ خپله قصابي کوو او د دولت په کارونو کې کار نه لري. موږ غواړو چې خپله ډوډۍ پیدا کړو. نه پر حکومت کار لرو، نه پر امریکا او نه پر طالبانو. غریب خلک یو، په دې هڅه کې یو چې خپله ډوډۍ پیدا کړو.»

دا چې د افغانستان او امریکا تر منځ ستراتیژیک سند به د افغانستان له پاره کومې گټې ولري د وخت به تیریدو سره به معلومه شي خو افغان کارپوهان د دې سند لاسلیکدل د افغانستان له پاره یو گټور کار بولي.

مسعود جهش
کتونکی: عبد الباري حکیم