1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عام وګړي: اړودوړ ته مو مه مجبوره وۍ

۱۳۸۹ دی ۲۸, سه‌شنبه

د ننګرهار د ولايتي شورا په انګړ کي يو شمير هغه خلک راغونډ شوي چي خپل خپلوان يي څو ورځي وړاندي پدغه ولايت کي ميشتو بهرنيو ځواکونو د شپې د عملياتو په پايله کي له ځانونو سره وړي او تر دي دمه يي سرنوشت نه دی معلوم.

https://p.dw.com/p/QtEk
د اييتلافي ځواکونو د خپل سرو عملياتو موضوع د افغان حکومت لپاره تر ټولو ستونزمونه موضوع ده
د اييتلافي ځواکونو د خپل سرو عملياتو موضوع د افغان حکومت لپاره تر ټولو ستونزمونه موضوع دهانځور: AP

دوی وايي عزيران يې بې ګناه دي او که راخوشي نه سي نو پدغه ولايت کي به د لاريونونو له لاري خرابيو ته لاس واچوي.

د ننګرهار په ولايتي شورا کي د راغونډو سوو کسانو څخه يو کس منور خان المان ږغ راډیو ته وويل:

« وړل سوي کسان ټول بې ګنا خلک دي. د شپې امريکايان راغلي ماشومان اوښځينه يي وهلي او سړي يې له ځانه سره بېولي که ولايتي شورا او ولايت مقام مو غم و نه خوري نو بيا يې موږ خپله غم خوړلای سو.»

هغه وايي د ايتلاف دغه ګړنه اوسنۍ نه ده دغه ډول خپل سري عمليات دوی بار بار ترسره کړي، بې ګناه خلک يې وژلي خو افغان دولت هيڅ غبرګون نه ښيي.

د بهرنيو ځواکونو لخوا په بېول سوو کسانو کي د يو تن ورور وويل چي ورور يې بې ګنا دي.

« زما ورور چي اوس د امريکايانو سره بندي دی بې ګناه دی هغه خپل کار اوبار کاوه ، که دولت پري کوم ثبوت لري نو بيا دې اعدام کړي او کنه نو ولي يې بې ګنا بندي کړی دی.»

ددې تر څنګ تيره شپه د ايتلاف عسکرو د ګاونډي ولايت کونړ په اسمار کي هم ورته عمليات کړي او په ترڅ کي يي شپږ کسان وژلي او يو تن يې ټپي کړی دی.

په وژل سوو کسانو کي درې تنه ماشومان هم شامل دي.

د کونړ د ولايتي شورا ريس حاجي مياحسنه ويلي دي چي وژل سوي کسان ټول عام وګړي دي چي په هغو کي درې تنه ماشومان دي. د هغه په خبره « ماشومانو ته خو موږ طالبان نه سو ويلای.»

په افغانستان کي د اييتلافي ځواکونو د خپل سرو عملياتو موضوع له تيرو څو کلونو راهيسي د افغان دولت لپاره تر ټولو ستونزمونه موضوع ده .

که څه هم افغان ولسمشر حامد کرزي په وار وار د بهرينو ځواکونو څخه دا غوښتنه کړې چي پر خپل سرعملياتو څخه ډډه وکړي ولي تر دې دمه دې غوښتني ته سم جواب نه دی ويل سوی.

ډيری کارپوهان په دې نظر دي چي د دولت او خلکو تر منځ د واټن پيدا کيدلو یو عامل دغه خپل سري پوځي عمليات او د بهرنيو ځواکونو تلاښۍ دي.

شمع احمدزۍ/ جلال آباد

کتونکی: نجيب الله زيارمل