1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عام وګړي: د روژې درناوی څوک نه کوي

۱۳۹۰ مرداد ۱۱, سه‌شنبه

د روژې میاشتې په را رسیدو د پلازمینې کابل په ګډون په ډیرو ښارونو کي د خوراکي توکو بیي لوړي سوي دي. عام وګړي وايي حکومت نه امنیت خوندي ساتلی سي او نه نرخونه.

https://p.dw.com/p/128sp
په افغانستان کی د خوارکی توکی بیی لوړی شوی دی
په افغانستان کی د خوارکی توکی بیی لوړی شوی دیانځور: AP

نن د روژې میاشتي دوهمه ورځ ده او د کابل ښآریانو د وینا له مخې چې د لبنیاتو څخه نیولي بیا تر میوې، غوښې او نورو اړتیا وړ توکو په بیه کې له شلو څخه تر دیرش سلنه پوري لوړ والی راغلی. هغوي په دغه برخه کې دولت په پاتې راتګ تورنوي.

د پلازمینې کابل ګڼ شمیر اوسیدونکې د روژې میاشتې په لومړیو ورځو کې د خوراکې توکود بیو له لوړیدو سخت اندیښمن دي.

هغوي له دویچې ویلې سره په خبرو کې وویل چې د خوراکۍ توکو بیې د تمې خلاف لوړي سوي او دوي د اړتیا وړ موادو د اخیستلو توان نه لري.

کابل چې ډیری اوسیدونکي یې دحکومت مامورین دي له اقتصادي اړخه په ټیټه او منځنۍ کچه کې حسابیږي.

د روژې په میاشت کې مسلمانان تر بل هر وخت ډیر هڅه کوي چې د روژه ماتې لپاره د نورو ورځو څخه په لوی توپیر ډول ډول خواړه برابر کړي.

نو له همدې وجهې په بازارونو کې د خوراکې توکو بیلا بیلو ډولونو ته تقاضا هم ډیروالی مومي.

دکابل اوسیدونکي آلمان غږ راډویو ته وویل:« د غوړود اخیستلو لپاره دلته راغلی یم، د اشرف غوړي چې پخوا به مې یو قطی په ۵۵۰ افغانۍ اخیست نن مې په ۶۵۰ افغانۍ واخیست».

بل اوسیدونکی وویل:« د چرګې هګۍ چې به پخوا په شپږ افغانۍ وې نن په اته افغانۍ دي».

دریم اوسیدونکی بیا وایی:« زه د شیدود اخیستلو لپاره راغلی یم، شیدی له روژې مخکې ارزانه وي خو نن یې بیه پورته سوي ده، نه پوهیږو چې ولي ، حکومت کنټرول نه لري که دوکانداران بي انصافه دي».

که ښاریان د خوراکې توکو د بیو د لوړیدو اصلي لامل سوداګر او حکومت بولي خو یو شمیر دوکانداران بیا لوی شرکتونه په دې تورنوي چې کله خوراکي توکو ته د خلکو اړتیا په ډیریدو سي دوي هم د توکو بیې په خپل زړه پورته وټاکي.

دوکانداران وایې دوي په دغه برخه کې مقصر نه دي او نه باید هغوي ته د نیوکې ګوته ونیول سي ځکه هغه لوی شرکتونه چې له ګاونډیو ملکونو خوراکې توکې راوړي د روژې په میاشت کې د بیو د لوړیدو لامل دي.

د کابل د فروشګاه په سیمه کې له څو تنو هټیوالو څخه د آلمان غږ راډویو خبریال د نرخونو د لوړیدو په هکله پوشتنه وکړه چی ولی تل د روژی په میاشت کی نرخونه ډیر لوړیږی؟

یو هټيوال د دغی پوښتنی په ځواب کی وویل :« لوی شرکتونه بیې لوړوي، دوکانداران مقصر ندي، مونږ یې له هغو په لوړه بیه اخلو بیا خپله ګټه پرې حسابوو او پلورو یې، که یې شرکتونه مونږ ته په مناسبه بیه راکړي مونږ یې هم په مناسبه بیه خرڅوو»

بل هټيوال هم دا منی چی د روژ ی په میاشت کی بیی لوړی دی: « د روژې په میاشت کې په لومړي سر کې د شیدو، پیروې، پنیر او نورو لبنیاتو بیې لوړي سوي، ورپسې د میوې او نورو توکو بیي لوړیږی».

افغانستان چې اقتصادي نظام یې د آزاد بازار پر ستنو ولاړ دی پکې دولت د نرخونو د کنټرول لپاره د مداخلي حق نه لري خو ډیری خلګ بیا د دغه نظام سره مخالف دي.

هغوي وایې که چیرته حکومت په مارکیټونو پوره کنټرول درلودای نو اوس به د توکو بیې آسمان ته نه پورته کیدی.

کابل/ جلالزی

کتونکی: عبدالباری حکیم