1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عام وگړي: امريکا دي په وتلو کي بيړه نه کوي

۱۳۹۰ خرداد ۱۷, سه‌شنبه

يو شمير ولسي خلکو په کابل کي له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل چي افغان ولسمشر حامد کرزی بايد پر اوباما فشار واچوي تر څو له افغانسان څخه په اوسني نازک پړاو کي د سرتيرو ايستلو پلان وځنډوي.

https://p.dw.com/p/11VsM
افغانانو پر خپل حکومت باور د لاسه ورکړی
افغانانو پر خپل حکومت باور د لاسه ورکړیانځور: AP

ټاکل سوي چي افغان ولسمشر حامد کرزی به صبا د ويډيوي کنفرانس له لاري له خپل امريکايي سيال بارک اوباما سره خبري وکړي.

د ارګ سرچينو نن دويچه ويله ته وويل چي کرزي به له اوباما سره د سيمي او افغانستان پر امنيتي حالاتو او په جولاي کي د افغانستان څخه د امريکايي سرتيرو د وتلو په باب مفصل بحثونه وکړي.

دغه دواړه مشران په داسي حال کي خبري کوي چي له يوه لوري په افغانستان کي د طالب ياغيانو پسرلنی بغاوت خپل اوج ته رسيدلی او له بل لوري په امريکا کي دننه پر اوباما فشار دی چي د بن لادن له مړيني وروسته نور نو بايد امريکايي سرتيري هرو مرو له افغانستان څخه وايستل سي.

يو شمير ولسي خلکو په کابل کي له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل چي افغان ولسمشر حامد کرزی بايد پر اوباما فشار واچوي تر څو له افغانسان څخه په اوسني نازک پړاو کي د سرتيرو ايستلو پلان وځنډوي.

د کابل دوه اوسيدونکي:« دا ځکه چي افغان ملي پوليس، ملي اردو او ملي امنيت اداره نسي کولای چي د ملک امنيت ته اوږه ورکړي».

يو شمير امريکايي رسنيو خبر ورکړي چي پر اوباما د کور دننه فشارونه زيات سوي تر څو له افغانستان نه د مهال ويش خلاف ګڼ شمير عسکر په جولای کي را وباسي خو دلته د امريکايانو دغو غوښتنو د عامو افغانانو په ذهنونو کي د نويمي لسيزي د شخړو د بيا تکرار احتمال رامنځ ته کړی.

د کابل د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي زدکړيال شهسوارامين وايي:« يا دي امريکايان داسي وکړي چي په خپله دي افغانستان اداره کړي او که نه نو طالبانو ته دي پريږدي، نه هغو داړه مارانو او غلو ته چي اوس د افغانستان د نظام په ګدۍ ناست دي، ځکه دوی به يو ځل بيا په کورنيو جګړو کي ښکيل سي.»

ايا په ريښتيا هم امريکايان له افغانستان څخه وزي؟

يو شمير سياسي کارپوهان په دې نظر دي چي امريکايان په هيڅ صورت له افغانستان څخه نه وزي. د هغوی په خبره لکه څنگه چي د جاپان، جرمني او کوريا څخه و نه وتل د افغانستان څخه به هم و نه وزي.

د يادولو وړ ده چي په تيرو دوو کلونو کي د واشنګټن او کابل تر منځ اړيکي هم پخوانی رنګ نه لري.

دغه اړيکي هغه مهال خپل تر ټولو خراب پړاو ته داخلي سوي چي د افغانستان له ولسمشريزو انتخاباتو وروسته په کابل کي د حامد کرزي او د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکي د ځانګړي استازي ريچارد هالبروک تر منځ له لفظي لانجي پرده پورته سوه.

خو بيا هم د څه باندي دوو کلونو په تيريد له ترهګرۍ سره د جګړي دغه دوه متحدين يو پر بل هغسي چي پخوا يي درلود باور نه لري.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل