1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عام وگړي: موږ له محلي پوليسو څخه خوشاله يو

۱۳۹۰ بهمن ۱۰, دوشنبه

د پاکستان له بلوچستان ايالت سره په سرحد کي د هلمند ولايت په ګرمسير او ناوې ولسواليو کي سيمه ييز پوليس توانېدلي دي چي د بهرنيو او کورنيو طالبانو د ځای پرځای کېدلو مخه ونيسي.

https://p.dw.com/p/13sm5
لښکرگاه ته نژدې د پوليسو يوه پوسته
لښکرگاه ته نژدې د پوليسو يوه پوستهانځور: ap

دغه دوې ولسوالۍ څو کاله د طالبانو په ولکه کي وې او ويل کيدل چي هلته د وسله والو طالبانو کلک سنګرونه او مرکزونه دي.

ګرمسير او ناوه تير کال د افغان، بريتانياوي، ډنمارکي او امريکايي سرتيرو د ګډو عملياتو په ترځ کي بيرته ونيول سوې.

اوس ويل کيږي چي دا وار په دغو ولسواليو کښي سيمه ييز پوليس د مخورو او قومي مشرانو له لوري ټاکل کيږي او مالي امکانات ئې د کورنيو چارو وزارت پر غاړه دي.

تر دې دمخه که څه هم په يو شمېر ولسواليو د سيمه ييزو پوليسو په جوړېدلو سره يو څه امنيتي وضعيت سم شوی دی، خو په يو شمير نورو سيمو کي بيا خلک شکايت کوي چي دوی د همدې ځواک له لوري زورول کيږي.

د سيمه ييزو پوليسو د پروسې مشر جنرال علي شاه احمدزی وايي چي په هلمند کي ئې سيمه ييزخلک محلي پوليسو ته را ټول کړي دي او پايلي به يې خورا ښې وي:

«په هره هغه سيمه کي چي پوليس نه وي هلته حالت خراب دئ، موږ پر قومي مشرانو ږغ وکړ چي خپل سم بچيان سيمه ييزو پوليسو ته شامل کړي.»

د هلمند په يو شمير ولسواليو کي په داسي حال کي سيمه ييز پوليس په دندو ګمارل کيږي چي د دغه ولايت د ډيرو برخو امنيت افغان دولت ته سپارل سوی دئ.

د سيمي يو شمېر اوسېدونکو له دويچه ويله پښتو ويبپاڼي سره په خبرو کي د محلي پوليسو د جوړېدلو هرکلی وکړی.

هغوی وويل چي د دغه ځواک په رامنځته کېدلو سره به د هغه چا مخنيوی وسي چي په سيمه کي نا ارمۍ پيښوي.

د هلمند د پوليسو مشر وايي دوی پلان لري چي د ناوې او ګرمسېر په ولسواليو کي د سيمه ييزو پوليسو د دندو اغيزمنتوب ته په کتلو سره دغه لړۍ د هلمند نورو هغو سيموته هم پراخه کړي چي اوس پکښي د امنيتي ځواکونو شمېره ډيره لږ ده.

د جنرال انگار په وينا چي اوس قومونو پريکړه کړې ده چي د امنيت په ساتلو کي به فعاله ونډه اخلي.

«قومونو پخپله دا تصميم نيولی دئ چي نور امنيت پخپله نيسي او اوس په دې سيمو کښي امنيت ډير ښه سوی دئ او ورځ تر بلي ښه والی مومي».

د يادولو وړ ده چي هلمند يو مهال د افغانستان تر ټولو نا امنه ولايت وو، خو اوس ئې حالت د نورو گاونډيو ولايتونو په پرتله ډاډمن دئ.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل