1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملا عمر په فاتحه کې د دولتي ګډونوالو پلټنه کيږي

۱۳۹۴ مرداد ۱۳, سه‌شنبه

عبدالله عبدالله د هغو دولتي کارکوونکو په اړه د قانوني چلن غوښتنه کړې ده چې د طالبانو د مشر ملا عمر د فاتحې مراسمو ته ورغلي دی. د ملي امنیت ادارې هم ویلي دي چې امنیتي ځواکونه به د دغه شان مراسمو مخه ونیسي.

https://p.dw.com/p/1G9Sg
انځور: picture-alliance/AP//Massoud Hossaini

له هغه وروسته چې د طالبانو د مشر ملا عمر، د مړیني خبر تائید شو، په کابل کې د هغه د فاتحې مراسم جوړ شول. له بلې خوا بیا د غزني ولایت چارواکو خبر ورکړی دی چې په دغه ولایت کې یې د دغه شان مراسمو مخه نیولې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر نور الحق علومی، د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل: «په خواشینۍ سره ولیدل شول چې په کابل کې آن یو شمیر دولتي چارواکو په دغو مراسمو کې ګډون وکړ.»

د افغانستان د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، دفتر د کورنیو چارو د وزير په حواله ويلي دي: «په دې اړه باید بې تفاوته پاته نه شو. وضعیت داسي دی چې له هغو کسانو سره چې په نظام کې شامل دي او د طالبانو په ګټه تبلیغات کوي باید قانوي چلن وشي.»

د عبدالله عبدالله د دفتر له خوا په خبره شوې بیانیه کې د هغه په حواله لیکل شوي دي: «هغه دولتي مامورین چې د ملا عمر د فاتحې په مرسمو کې يې ګډون کړی دی، باید په رسمي توګه وپوښتل شي او په دې اړه د اقداماتو رپوټ باید په واضیح ټوګه ورکړل شي.»

له بلې خوا د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویاند حسیب صدیقي، د ملا عمر یادون او له هغه سره همدردي «د افغانستان له ملت سره جفا او د زرونو شهیدانو وینو ته توهین» بللی دی.

د ملي امنیت ادارې ویاند ویلي دي: «له همدې کبله د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر کوي چې د ملا عمر او د هغه د یارانو د همدردۍ، همغږۍ او یا هم یادون غونډي خپل نظامي هدف وگرځوي.»

که څه هم افغان چارواکو د هغو دولتي کارکوونکو نومونه نه دي اخیستي چې د ملا عمر د فاتحې په مراسمو کې یې ګډون کړی وو، خو تر دې دمخه په دغو مراسمو کې د سولي شورا د غړو د ګډون رپوټونه ورکړل شوی ول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب