1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عبدالله: افغانستان د تیمونو تر منځ نه ویشل کیږي

مسعود جهش۱۳۹۳ مهر ۳, پنجشنبه

د اصلاحات او همپالنې د ډلې مشر عبدالله عبدالله، په کابل کې و يوې غونډې ته د وينا پر وخت نوي ټاکل شوي ولسمشر اشرف غني احمدزي ته مبارکي ورکړه او ویې ویل چې اوس به دواړه تیمونه یو له بل سره د افغانستان له پاره کار وکړي.

https://p.dw.com/p/1DKju
انځور: Reuters/M. Ismail

عبدالله عبدالله چې ویل کیږي د افغانستان په راتلونکې حکومت کې به اجرائیه وي رییس وي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته وویل چې هغه له خپل مخکني سیال ولسمشر اشرف غني احمدزي، سره د افغانستان د یووالي په موخه یوځای شوی دی. عبدالله زیاته کړه: «دا اندیښنه باید له خلکو سره نه وي چې اوس دوه تیمونه سره یو ځای شوي دي او افغانستان به سره وویشي. موږ د افغانستان د یووالي له پاره یو له بل سره یوځای شوي یو.»


تر دې مخکې عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي د ملي یووالي حکومت د جوړولو یو تړون لاسلیک کړی وو چې له مخې یې دواړه ټاکنیز تیمونه د افغانستان راتلونکی حکومت جوړوي چې اشرف غني احمدزی به په کې ولسمشر او د اصلاحاتو او همپالنې د ډلې یو غړی چې ویل کیږي پخپله عبدالله عبدالله به وي، به په کې اجرائیه رئیس وي.


که څه هم پر دې موضوع باندې پریکړه افغانستان ته د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، په سفر کې شوې وه، خو وروسته یو ځل بیا د غني او عبدالله تر منځ ستونزې پیدا شوې چې په پای کې افغان ولسمشر حامد کرزي او یو شمیر نور جهادي مشرانو مداخله وکړه او دواړه نوماندان یې د تړون پر سر موافقې ته ورسول.


عبدالله عبدالله په خپلو خبرو کې له ولسمشر کرزي څخه هم مننه وکړه او له دې کبله چې د افغانستان ټاکنیز بهیر څو میاشتې وغځید یې له خلکو څخه بخښنه وغوښتنه. هغه وویل: «زه غواړم د افغانستان له خلکو څخه په ډیرې تواضع بخښنه وغواړم ځکه موږ و نه شوای کولای چې د هغوی انتظار ته تر دې مخکې د پای ټکي کیږدو.»


«معامله مو نه ده کړې»


تر هغه وروسته چې د تیرې یکشنبې په ورځ (د سپتمبر میاشتې ۲۱مه نیټه) اشرف غني احمدزي او عبدالله یو له بل سر د ملي یووالي حکومت د جوړیدو سند لاسلیک کړ، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو پایلې اعلان کړې. د ټاکنو کمیسیون د افغانانو د رایو شمیر و نه ښود او یوازې یې دا خبره وکړه چې اشرف غني احمدزی د افغانستان نوی ولسمشر ټاکل شوی دی. دې موضوع د ډیر شمیر افغانانو نیوکې راوپارولې او نوماندان یې د افغانستان پر ځای د خپلو گټو په پام کې نیولو تورن کړل.


خو عبدالله په خپلو خبرو کې یو ځل بیا ټینگار وکړ چې هلې ځلې یې یوازې د هغو ژمنو د پوره کولو له پاره وې چې له خلکو سره یې کړې وې. هغه وویل: « موږ په معامله گري او څوکۍ غوښتنې مه تورنوئ. موږ د هغه څو ژمنه چې کړې وه تر سره مو کړه.»


عبدالله ټینگار وگړ چې اوس به خپل پلانونه افغانستان د نوي ټاکل شوي ولسمشر اشرف غنی احمدزي له کاري تیم سره یوځای پلي کړي. هغه یو وار بیا د ملي یووالي حکومت د جوړیدو پر اړتیا باندې ټینگار وکړ او هیله یې څرگنده کړې چې «دا به د افغانستان د خلکو د دردونو د پای پیل وي».