1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عبدالله او په سونو پلويانو يې لاريون وکړ

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ تیر ۶, جمعه

د افغانستان ولسمشرۍ ته کانديد عبدالله عبدالله په زرونو پلويانو د جمعې په ورځ په کابل کي «په ټاکنو کي د درغليو په اړه» اعتراضي لاريون وکړ. عبدالله او د هغه د ټيم غړي هم په دغه لاريون کي گډون کړی وو.

https://p.dw.com/p/1CRNq
انځور: picture-alliance/AP

عبدالله ادعا کوي چي د ولسمشرۍ ټاکنو په دوهم پړاو کي پراخي درغلی سوي دي او په غير قانوني توگه د هغه د حريف په گټه د رايو صندوقونه ډک سوي دي. هغه گواښ کړی دی چي که دغو درغليو ته رسېدگي نه وسي ټاکني به نه ومني.

د عبدالله پلوي لاريون کوونکي د جمعې په ورځ د افغان ولسمشر حامد کرزي او ټاکنو کمېسيون پرضد شعارونه ورکول. هغوی عبدالله د خپل «محبوب جمهور رئيس» په توگه ياداوه.

دغه لاريون په سوله يزه توگه ترسره سو. دغو لاريون کوونکو ته د څښلو اوبه وېشل کېدې او په هغو حساسو سيمو لکه سرينا هوټل چي بهرنيان او افغان چارواکي پکښې اوسيږي محافظتي کمربندونه را گرځېدلي ول.

په خپله عبدالله په داسي حال کي چي د افغانستان يو بيرغ يې په لاس کي وو په يوه کوچنی لارۍ موټر کي يې د خپلو پلويانو په منځ حضور لاره.

د عبدالله پلويان
انځور: Shah Marai/AFP/Getty Images

کله چي عبدالله د ټاکنو له کمېسيون سره د خپلو اړيکو د پرېکون اعلان وکړ د بيرته يو ځای کېدو يو شرط يې دا وو چي د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشا د رئيس ضياالحق امرخيل دنده دي وځنډيزي چي وروسته بيا هغه استعفا وکړه. خو عبدالله ويلي دي چي نور شرطونه يې تراوسه پوره سوي نه دي.

د لاريون کوونکو د شمېر په اړه تراوسه پوري دقيقي شمېرې نه سته، خو خبري آژانسونو د پوليسو په حواله د هغوی شمېر په زرونو ښوولی دی. دا په ټاکنو کي د درغليو په اړه د عبدالله د پلويانو تر ټولو ستر لاريون وو.

د افغانستان په ټاکنو کي جنجال د نړيوالي ټولني او خپله افغانانو اندېښنې ډيري کړي دي. له ډيرو افغانانو سره داسي بيره موجوده ده چي د دغه کړکېچ په ډېرېدو سره يوه بله ناآرامي رامنځ ته نه سي.

په افغانستان کي د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي يان کوبيش، د ولسمشرۍ ټاکنو د دوهم پړاو د جنجال په اړه د قومي تاوتريخوالي له رامنځ ته کېدو څخه خبرداری ورکړی دی.

هغه ويلي دي چي د انتجاباتو دغه ځنډنۍ جنجالي پايلي کېدای سي چي په يوه تاوتريخوالي واوړي.