1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عبدالله: د امنیتي ځواکونو اقدامات غیر انساني ول

مسعود جهش
۱۳۹۸ شهریور ۱۹, سه‌شنبه

اجرائیه رئیس عبدالله ویلي چې د شهید اوونۍ د لمانځونکو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو اقدامات «غیر انساني» او د استبدادي رژیمونو په څیر ديٍ. د کورنیو چارو وزارت بیا پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې غیر مسئول وسله وال یې نیولي.

https://p.dw.com/p/3PLfI
Abdullah Abdullah
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د سه شنبې په ورځ د عاشورا په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې وویل چې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د هغو کسانو پر وړاندې چې د شهید د اوونۍ د لمانځنې په موخه واټونو ته راوتلي وو، د امنیتي ځواکونو اقدامات غیر انساني وو.

هغه زیاته کړه: «په ډیرو مواردو کې، د هغو انځورونو له مخې چې خپاره شوي دي، د دې هیواد له وګړو سره د ځانګړو ځواکونو چلن د منلو وړ نه دی.»

عبدالله زیاته کړه: «دا مسلکي او انساني چلن نه وو. دا ډول چلن ته باید پای ټکی کیښودل شي.»

اجرائیه رئیس په عین حال کې پر هغو کسانو هم نیوکې وکړي چې په دې ورځ کې د کابل واټونو ته له وسلو سره راوتلي وو او هوايي ډزې یې کولې خو ټینګار یې وکړ چې د دې کسانو د مخنیوي له پاره امنیتي ځواکونه مسلکي اقدامات وکړي: «زه نه غواړم دوه متفاوت پیامونه ورکړم نو ځکه بیا تکراروم: په داسې ورځو کې د غير مسئولو سله والو کسانو تګ راتګ مجاز نه دی. هوایي ډزې د خلکو د اندیښنې او هغوی ته د ځاني ګواښ رامنځ ته کیدو لامل کیږي. دا هر څه په قطعي توګه مجاز نه دي.»

عبدالله وړاندې وویل: «د دې موضوع د مخنیوي لار هغه نه ده چې موږ پر تلویزیونونو او ټولنیزو شبکو ولیده.»

په کابل کې هرکال د شهید اونۍ د لمانځنې پر مهال ډیر شمیر کسان په داسې موټرو کې چې ښيښې یې تورې وې واټونو ته راوځي. په ځینو مواردو کې له دې کسانو سره وسلې هم وې چې دوی پرې هوايي ډزې کوي.

د دوشنبې په ورځ پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښوول شوي چې ځانګړي ځواکونه دغه کسان له موټرو کښته کوي او ځینې یې له ځان سره بیایي. په یوې ویدیو کې خو دا هم ښوول کیږي چې یو شمیر افغان سرتیري یو کس چې ښکاري د مراسمو ګډونوال دي په لغتو وهي.

د کورنیو چارو وزارت بیا پر خپله فیسبوک پاڼه یوه اعلامیه خپره کړې ده چې پکې راغلي دي چې ځانګړو ځواکونو او د کابل امنیتي تیم د خلکو په مرسته یو شمیر غیر مسئول وسله وال او د نظم اخلالوونکي چې «د شهید د اوونۍ په نامه د خلکو منځ ته ننوتي ول او د ډزو په کولو سره یې ویره رامنځ ته کوله، د کابل له بیلابیلو سیمو څخه نیولي دي.

خو عبدالله عبدالله ټینګار کړی دی چې د شهید د اوونۍ ټولو ګډونوالو ته باید د «اوباش» خطاب و نه شي: «د خلکو یو لوی قشر چې د پاک نیت هم تللي او خپل احساسات یې څرګند کړي، باید ټول اوباش ونه بلل شي که نه نو دا د هغو کسانو اخلاق تر پوښتنې لاندې راولي چې دغه کلمات کاروي.»

عبدالله زیاته کړې: «موږ دغه ډول انځورونه له داسې ځایونو وینو چې هلته مستبد کسان په واک کې دي او جنایت کاران د واک په سر کې قرار لري او له خپلو خلکو سره داسې چلن کوي. موږ چې کله داسې انځورونه د نړۍ له نورو برخو وینو نو د خپګان لامل مو کیږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کورنیو رسنیو د تیرې ورځې په هوایي ډزو کې د مرګ ژوبلې د رامنځ ته کیدو رپوټونه هم ورکړي دي.