1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عبدالله د تفتيش له بهيره د وتلو گواښ کړی دی

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۳ شهریور ۴, سه‌شنبه

د عبدالله عبدالله ډلي یووار بیا گواښ کړی دی چې که غوښتني یې نه ومنل شي، نو د رایو د تفتیش له بهیر څخه به ووځي. دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د نوي ولسمشر د لوړي مراسمو له پاره د سپتمبر میاشتي دویمه نیټه ټاکلې ده.

https://p.dw.com/p/1D1Ad
انځور: Reuters/Omar Sobhani

که د افغانستان ولسمشرۍ ته کانديد عبدالله عبدالله ډله یووار بیا د رایو د تفتیش بهیر وگواښي او له هغه څخه ووځي نو کیدای شي چې په افغانستان کې د واک د لیږد لومړی دیموکراتیک بهیر له گواښ سره مخامخ شي.

د عبدالله عبدالله ټيم یوه لوړپوړي غړي فضل احمد معنوي، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «که هغوی زموږ غوښتني تر سبا پوري ومني نو موږ به له بهیر سره یوځای شو. خو که دغه غوښتني نه ومنل شي، نو موږ به له دې بهیر څخه ووځو او هغه به پای ته رسیدلی وبلو.»

په افغانستان کې د روان کال د جون میاشتې پر ۱۴مه نېټه د ولسمشرۍ ټاکنو دویم پړاو تر سره شو، چې دواړه کانديدان ډاکټر اشرف غني احمدزی او ډاکټر عبدالله عبدالله پکښې د بریاوو ادعاوي کړي دي. پر دې سربیره دواړو کانديدانو د پراخو درغلیو تورونه هم لگولي دي.

کله چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون لومړۍ پایلي اعلان کړې چې له مخې یې ډاکټر اشرف غني احمدزی تر خپل سیال مخکې وو نو عبدالله د اعتراض په توگه د ټاکنو له کمېسیون سره خپلې اړیکي قطع او خبره ان د یوه موازي حکومت د اعلانولو تر گواښ پوري ورسېده.

تر دې وروسته ملگرو ملتونو او امریکا متحدو ایالاتو د افغانستان په ټاکنو کې مستقیمه مداخله وکړه او د امریکا د بهرنيو چارو وزیر جان کیري په منځگړیتوب د دویم پړاو د ټولو رایو د تفتیش او د ملي وحدت حکومت د جوړلو پریکړي وشوې.

خو اوس چې د رایو د تفتیش بهیر خپل وروستي پړاو ته رسیدلی دی، عبدالله عبدالله بیا وايي چي له دې بهیر څخه وځي. معنوي روښانه کړې ده چې د غوښتنو د نه منل کیدو په صورت کې، دغه بهیر د هغوی له پاره د منلو وړ نه دی: «دغه شان یوه پروسه زموږ له پاره د منلو نه ده او هیڅ ارزښت نه لري.»

د دوشنبې په ورځ د تفتیش د بهیر تر پرمختگ وروسته، د رایو د ابطال پروسه پیل شوه، خو معنوي دغه پروسه «ملنډي» بللي دي. هغه ویلي دي: «موږ یو یا دوه واري له دې بهیر څخه ووتلو خو هغوی موږ بیرته دعوت کړو. مگر زموږ غوښتني هیڅ کله هم منل شوي نه دي.»

له بلې خوا بیا امریکا متحد ایالات او نړیواله ټولنه غواړي چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو پایلې د سپتمبر میاشتي په پیل کې معلومي شي، څو د افغانستان نوی ولسمشر وشي کولای شي د ناټو په راتلونکې غونډه کې گډون وکړي.