1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عبدالله: له طالبانو سره په نژدې وخت کي خبري پيليږي

آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۴, دوشنبه

د افغان حکومت اجرائیوي رئیس عبدالله عبدالله، ویلي دي چې د ملي یووالی حکومت به په «نژدې راتلونکې» کې له طالبانو سره د سولي خبري اتري پیل کړي.

https://p.dw.com/p/1Eg8B
انځور: Reuters/Omar Sobhani

اسوشیتد پرس خبري آژانس د افغانستان د سیمه ییزو رسنیو په حواله لیکلي دي چې عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو غونډې ته د وینا پر مهال دغه خبره کړې ده.

د اجرائیوي رئیس د دفتر یوه چارواکي بیا له اسوشیتد پرس خبري آژانس سره په خبرو کې دغه موضوع تائید کړې ده.

عبدالله عبدالله د وزیرانو غونډې ته ویلي دي: «پاکستاني چارواکو ویلي دي چې طالبانو ته یې دا خبره کړې ده چې اوس یې یوازنۍ لار له افغان حکومت سره د سولی خبري اتري دي. دا هغه څه دي چې موږ یې د اوریدو په تمه وو.»

تر دې دمخه د پاکستان د پوځ لوی درستیز کابل ته د سفر پر مهال له ولسمشر غني او نورو افغان چارواکو سره د لیدنې پر مهال یووار بیا ټینگار کړی وو چې هیواد یې د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ کوي.

په وروستیو وختونو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د همکاریو کچه لوړه شوې ده او یو وار بیا د دې هیلې رامنځ ته شوي دي چې کیدای شي د پاکستان په مرسته طالبان د خبرو اترو له بهیر سره یوځای شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، ویلي دي چې له طالبانو سره د سولې یوه تړون ته رسیدل یې په لومړیتوبونو کې دي. تیره اوونۍ یو شمیر رسنیو خبر ورکړ چې طالبان یووار بیا په قطر کې له امریکا متحدو ایالاتو سره د خبرو اترو په موخه غونډي کوي. خو دغه رپوټ سم دستي د سپینې ماڼۍ له خوا رد شو.