1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عبدالله: په لويه جرگه کي گډون نه کوم

۱۳۹۰ آبان ۲۲, یکشنبه

د افغان حکومت مخالف، عبدالله عبدالله اعلان وکړئ، چي هغه به په هغه لويه جرگه کي چي ټاکل سوې له امريکا متحده ايالاتو سره پر ستراتيژيک تړون باندي تصميم نيسي، برخه وا نه خلي.

https://p.dw.com/p/139vJ
عبدالله عبدالله هر وخت د کرزي د حکومت په وړاندي دريځ نيولی، خو هيڅ نتيجه ئې نه ده ورکړې.
عبدالله عبدالله هر وخت د کرزي د حکومت په وړاندي دريځ نيولی، خو هيڅ نتيجه ئې نه ده ورکړې.انځور: AP

د «بدلون او اميد» د غورځنګ مشر او د افغانستان د بهرنيو چارو پخواني وزير وويل، لويه جرګه چي په پام کي ده د چهار شنبې په ورځ دايره سي، د«اساسي قانون» سره مغايرت لري.

عبدالله په کابل کي يوې غوڼدي ته وويل: « په داسي حال کي چي ولسي جرګه او مشرانو جرګه موجوده وي، د يوې لويي جرګې دايرول يو غير قانوني کار دئ.»

افغان حکومت د امريکا له متحده ايالاتو سره د يو ستراتيژيک تړون د لاسليک کولو له پاره د خپل هيواد کابو 2030 قومي مشرانو، مخورو او لوړپوړو چارواکو ته بلنه ورکړې تر څو پر دې موضوع باندي بحث او خبري وکړي.

عبدالله يادونه وکړه، چي نوموړي استازي د دغي موافقې له محتوا څخه ناخبره دي. هغه وويل: « حتي زه د دغي موافقي له محتوا څخه خبر نه يم.»

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په يوه وينا پاڼه کي، چي د شنبې په ورځ خپره شوه، ويلي دي چي «جرګه به هرمرو دايريږي.»

د کرزي له خولي په دغه وينا پاڼه کي راغلي دي: « که څه هم له امريکا متحده ايالاتو سره د ستراتيژيک مشارکت خبري اتري بشپړي سوي نه دي، خو د هيواد له استازو سره د سلا مشورو يو مهم ګام مخ په وړاندي دئ او په همدې وجه به په هغه ورځ، چي تصميم ئې نيول سوی جرګه به دايريږي.»

په کابل کي د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت يو وياند هم رسنيو ته ويلي دي، چي پر نوموړي موافقې باندي د دواړو هيوادونو خبري اتري لا دوام لري.»

آژانسونه/ عبدالباري حکیم

کتونکی: نجيب الله زيارمل